دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۶)

لیکوال: حامد افغان

امام ابوحنیفه رحمه الله تعالي خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي ته په خپل ګټور وصیت کې وایې: که څوک ستا پوښتنې ته درځي او یا نه درځي ته یې پوښتنه کوه، د وصیت عربي متن داسي ده: واعمَدْ في زِيارةِ مَنْ يَزورُك ومن لا يَزورُك، که څه هم په خلکو کې دا خبره مشهوره ده وایې: نه له خلکو سره کیږې او نه بې خلکو کیږې، رښتیا له خلکو سره ښه ژوند تیرول ستونزمن کار ده خو که څوک نبوي اخلاق خپل کړي بیا له خلکو سره ښه ژوند کیدلی شي، داراز د امام رحمه الله له وصیت سره هم په خلکو کې ښه ژوند کیدلی شي که څوک ښه اخلاق ولري، د عاجزي صفت غوره کړي او دومره اجتماعي شي چې که څوک یې پوښتنه کوي یا یې نه کوي او دی یې بیاهم پوښتنه کوي نو بیا له خلکو سره ښه ژوند تیریدلی شي او باید هر کره مومن غوره اخلاق، عاجزي او اجتماعي واوسي ځکه بې خلکو نه کیږې.

په ځانګړې توګه عالم او داعي باید له خلکو سره د اوسيدلو اخلاق او لارې چارې خپلې کړي ځکه هغه د دعوت دروند مسؤلیت لري او دا مسؤلیت هلته سرته رسولی شي چې غوره نبوي اخلاق ولرې او له خلکو سره د ژوند کولو په چل ځان پوهه کړي، متاسفانه په ځانګړې توګه زموږ په پښتني ټولنه کې عام عادت داده چې که د یو چا پوښتنه کوې مختلفې اړيکې او مناسبات ورسره پالي نو مقابل لوری یې هم درسره کوي او که نه یې کوې مشکله ده چې د ده سر دې ستا په دروازه در ننوځي، دا کار له شریعت او نبوي اخلاقو سره برابر نده دا د پور خبره ده که ته د یو چا پوښتنه وکړې او هغه متقابلاً ستا د حال پوښتنه ونکړي بیا پښتني اخلاق تاته اجازه نه درکوي چې ته له هغه سره اړیکې وغځوې بیا هم دلته خبره معطله او له دې ځایه د ګيلو مانو لړۍ پیل او خبره تر اوږده خپګانه ورسیږې، خو عالم او داعي باید د امام رحمه الله له وصیت سره سم دا ناسم دود مات کړي او پر ځای یې باید نبوي اخلاق ترویج او قولاً او عملاً خلکو ته وښیي.

دلته په ځانګړې توګه زموږ د ټولنې ځوانو علماو ته یوه ضروري یادونه ډیره مهمه بولم هغه دا چې ځوانو علماو اقلاً لس او یا څه د پاسه لس کلونه په سفر او مدرسو کې تیر کړې وي، او د مختلفو سیمو له خلکو سره یې ژوند کړی وي، دا لس او یا څه باندي لس کلونه تقریبا د نوې ځواني عمر وي په دې حساس عمر کې دی له کور، کلي، خپلوانو او د خپلې مخصوصي سیمي له چلند او ژوندود نه لیري پاته شوی وي دا په داسي حال کې چې دی یو عادي وګړی نده بلکي عالم دی خلک هم هغه ته د دیني لارښود په سترګه ګوري، او دی د سیمې له ځیني عاداتو او خویونو سره نابلده وي بناء د ژوند په دې حساسه مقطع او ټوټه کې نوې علماء کرام باید ډیر متوجه او په احتیاط ګامونه پورته کړي، دا حالت د هغه استاد له حالت نه ډیر باریکه ده چې په کومه مدرسه یا پوهنتون کې نوې درسونه پیل کړي هلته ملګري استادان، شاګردان او چاپیریال ټول نوي وي، نو د نویو علماو له پاره د کورکلي دا څه موده ژوند ډیر باریکه ده او زیات احتیاط ته اړتیا لري او هغه د چا خبره باید د هر قدم له کېښودلو مخکي لاره پوکړي او په دې موده کې د نوې عالم له پاره د “علم النفس ” یا سایکالوژي مطالعه هم ډیره مهمه او زیاته ګټوره ده.

امام رحمه الله خپل شاګرد ته وایې: او که چا ستا سره ښه کړي وي او که یې بد درسره کړي وي ته ښه ورسره کوه، والإحسانِ الى من أحسن إليكَ، أو أساءَ. دا جمله معناً په یوه حدیث کې هم راغلې ده: علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایې: ما چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم وسله ترلاسه کړه نو د هغه د تورې په لاستي کې په یوه ټوټه لیکلي و: څوک چې خپلوي درسره پريکوي ته یې ورسره پاله، او څوک چې بد درسره کوي ته ښه ورسره کوه، او حق وایه که څه هم پخپله ستا پرخلاف وي، عن علي بن أبي طالب قال : ضممت إلي سلاح رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فوجدت في قائم سيف رسول الله – صلى الله عليه وسلم – رقعة فيها : صل من قطعك ، وأحسن إلى من أساء إليك ، وقل الحق ولو على نفسك. دا حدیث په معجم ابن الاعرابي کې راغلی دی او الباني په السلسله الصحیحه کې راخیستی او صحي یې بللی ده.

د بدو په مقابل کې ښه کول په ځانګړې توګه زموږ په غوسه ټولنه کې سخت کار ده او بل شرعاً هم د بدو په مقابل کې بد روا دي: قرانکریم وایې: وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِين. الشوري 40. یعني د بدو سزا د هغو بدو په اندازه بد کول روا دي، خو که څوک بښنه او سوله غوره کړي نو هغه ته به الله اجر او ثواب ورکوي بېشکه الله له ظالمانو سره مینه نلرې. که له یو چا سره څوک بد وکړي د ده په مخ کې دوې لارې پرتې دي یوه لاره د غچ اخیستلو ده او دویمه بښنه کول دي.

دا دواړه لارې دلته په ژوره توګه تر څیړنې لاندي نیسو، په لومړۍ لاره غوره کولو کې ایکي یوه ګټه ده او هغه خپله ینه او سینه سړول دي، خو دلته قرانکریم د ډیر احتیاط یادونه کړې ده دا یادونه لومړی په “مثلها ” سره شوې ده یعني غچ اخیستونکي باید په غچ اخیستلو کې ډیر احتیاط وکړي چې زیاتی ونکړي او که زیاتی وکړي دا یې ظلم وکړ او دې خبرې هذاتې د ایت په پای کې په ” إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِين” سره اشاره کړې ده، مطلب داشو چې د بدو په مقابل کې ورته بد کول روا دي خو پورته یاد شوی احتیاط او قیود باید په نظر کې ونیول شي.

او په دویمه لاره کې ګڼ شمیر ګټې نغښتې دي د ببلکې په توګه لومړۍ ګټه داده چې یو خو د غچ اخیستلو په صورت کې د ظلم او تیري احتمال ده او له هغه به سړی خوندي پاته شي بله دا چې د شخړو او ستونزو ځای به سوله او ارامي ډک کړي او دې خبرې ته له “فمن عفا ” وروسته په “واصلح ” سره اشاره شوې ده او “واصلح ” پخپله د بښنې ګټه ده ځکه له بښنې سره طبعاً سوله رامنځته کیږې او د بښنې بله لویه ګټه داده چې الله به پخپله بښوونکي ته اجر او ثواب ورکوي ” فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ ” .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x