fbpx

هره میاشت ۱۴۵ مېړونودخپلوښځوله خواډبول کېږي

ffdfdedx

دسعودي عرب دجدې ښاردپولیسواداري یوه احصائیه خپره کړې ده چې په کې ویل شوي دي چې هره میاشت له دوي سره ۱۴۵ داسي دوسیې ثبت کېږي چې په کې میړونه له خپلوښځوځخه په شکایت راځې دیادونې وړده چې په دوي کې زیاته برخه دهغوښځودي چې تازه یې واده شوي وي دوي پرمعمولي خبره په غصه کیږي اوپه خپل میړه پسي کوتک را اخلي دجدي پولیس وايې چې ډیر وخت دهمدغوجګړو لامل بیخي یوه عادي خبره وي لکه دسهارلمانځه ته دښځې راپاڅول سهارترډېره وخته له خوب ځخه منع کول اودناشتې اوډوډي دتیارولو غوښتنه .
دسعودي ورځپاڼه عرب نیوز لیکې چې همداکارډیري ځوانان دې ته اړباسي چې له غیرسعودي ښځوسره ودونه وکړي نوځکه سعودیان دمصر، اردن اوفلسطین  له ښځوسره ودونه کوي . همدالامل دي چې ډیری سعودي ښځې يه خپلوکورونوکې ترپاخه عمرپورې  دپیغلتوب شپې تیروي اودمیړه په موندلوکې ناکامه راغلي دي .دجدي پولیس وایې دایوازې هغه شمېرنه ده چې له دوي سره هره میاشت ثبتېږي خوحقیقت له دې نه څوچنده نورهم زیات دي اوډيری ځوانان که هرڅومره ډبول کېږي خودخپل حثیثیت له کبله خپله دوسیه نشي څرګندولای اوهرڅه په چوپه خوله پرځان تیروي اونه غواړي چې دکورله حاله یې دباندي خلګ خبر شي اوپه ده پورې وخاندي . د دائره المصالحه مشر مختاراحمد مولود وایې چې ماته یوه مظلوم مېړه راغلې اوخپل داستان یې داسي راته بیان کړ، چې ماخپله ښځه له ډېر ې مودي راهیسي هره ورځ ډبوي خوداهرڅه ماپه پټه خوله برداشت کړي دي اونه مې غوښتل چې دښځې له دغه عمل ځخه نورخلګ خبرکړم اوراپورې وخاندې، خوبرداشت مې هغه وخت جواب راکړچې کله مې خپلې ښځې دخسرګنۍ په مخکې راپسې له پښې نه سینډل وایستی اودډبولوپه هڅه کې مې شوه همدې کاردې مجبورکړم چې له خپلې دوسې نه تاسي خبرکړم ځکه چې ډیروشرمیدم اوبیخې مې نوردصبرکاسه راډکه شوه .یوبل ځوان وایې چې دواده په لومړي ورځ  مې چې کله خپلې کور ودانې ته دلمانځه لپاره دپاڅېدلووویل نوله راپورته کیدوسره سم یې یوکلکه ځپېړه پرمخ باندې راته رسیدکړه . اوزه بیخي حیران پاتې شوم چې داله څنګه کارسره مخ شوم ، اومابیخې فکرهم نه کاوې چې یونوي زوم  دې په لومړۍ ورځ له داسي عمل سره مخ شي . کارپوهان وایې چې دداسي کړنواصل لامل دجینکودتربیت پوهې کموالي اودمیړه له حقوقو ځخه ناخبری ده .
ندیم توخي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د