ټولنیزه برخه

له هیواد او ملي نوامیسو سره مینه

لیکوال: نعمان منلی

حب الوطن من الایمان ( له وطن سره مینه د ایمان برخه ده) كه څه هم خلکو په حدیث سره مشهور کړی ده خو حدیث نده، عجيبه خو دا ده چې د وطن د مینې په اړه کره او قوي حدیثونه شته خو هغه د چا له خولې نه اوریدل کیږې په دې په اړه کره معلومات ستاسو درنو لوستوالو مخته ږدم، په دې سره به راته معلومه کړو چې له وطن او ملي نوامیسو سره مینه څومره مهمه ده.

د مکې ښار له هغو سرسخته مشرکانو ډک وو چې رسول الله یې اخیر هجرت ته مجبور کړ، هغه چې د هجرت په مهال د مکې له ښاره ووت بیرته یې مکي ته وکتل په داسي حال کې چې سترګې مبارکې یې د مکې د فراق لامله له اوښکو ډکې وې هغې ته یې په خطاب کې وویل: څومره خوږه او ښایسته او څومره راته ګرانه یې که زما قوم زه مجبور کړی نه وی زه به له تا پرته بل ځای نه وم اوسیدلی. عن ابن عباس – رضي الله عنه- قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم- لمكة: ما أطيبك من بلد وأحبك إلي، ولولا أن قومي أخرجوني ما سكنت غيرك. رواه الترمذي وابن حبان في صحيحه والطبراني في الكبير.

په یوه بل روایت کې راغلي چې د رسول الله یو خپلوان له مکې راغلی و، رسول الله د مکې د حالاتو پوښتنه ور نه وکړه هغه د مکې د ښار، غرونو ورشوګانو او … کیسې ورته پیل کړې رسول الله یو څه د هغه کیسې واوریدلې وروسته یې داسي خبره ورته وکړه چې تقریباً دا لاندې مفهوم افاده کوې: نور بس کړه او په ټپي زړونو مالګې مه دوړوه.

رسول الله له مشرکانو ډکې مکې ته په قسم سره ( یو روایت په قسم سره هم راغلي) وایې چې د ځمکې پر مخ له ټولو ښارونو ته ماته ګرانه یې، داراز د همدې مکې د ښار، کوڅو، ورشوګانو پوښتنه کوي او د هغې یاد یې دومره کړوي چې هغه کس ته وایې: نور بس کړه او په ټپي زړونو مالګې مه دوړوه.

په یوه بل روایت کې راغلي چې صحابه کرامو کله هجرت وکړ نو دابوبکر صدیق او بلال رضی الله عنهما سختې تبې شوې او دوی به د تبې په حالت کې شعرونه ویل او په شعرونو کې به یې مکه یادوله رسول الله چې د دوی حالت ولید نو دعا یې وکړه چې یا الله موږ ته مدینه داسي راګرانه کړه لکه مکه چې دي راباندي ګرانه کړې وه.

له ” ملي ” بیرغ سره د “ملي ” توري ته ځیر شئ دا کټمټ داسي وبولئ لکه افغانستان د ملت کور دی، کابل د هیواد پلازمینه ده، افغانۍ د ملت کرنسۍ ده او …ملت د چا غلام کیدلی نشي ګوتشمیر بې ضمیره انسانان غلامان کیږې او د دوی په سر موږ باید هیڅکله له ملي نوامیسو کرکه ونکړو او کنه خدای مکړه بیا زموږ ملِّیّت داغداره کیږي.

لکه څرنګه چې هیواد د هیواد هر وګړې ته ګران وي باید په هیواد کې د ولس مشترکاتو ته هم د هیواد په څیر درناوی وشي، زموږ پر هیواد پریمانه يرغلګر راغلي او له بیرته تګ سره یې مریونه او غلامان خوار او ذلیل ګرځيدلي دي اما هیواد او ملي نوامیس پر خپل ځای درانه او محترم پاته دي ځکه دا د ټول ولس دي تر څو چې دا ولس ژوندی وي هیواد او ملي نوامیس به یې درانه او خوندي وي.
د هیواد خاوره د پردیو په پلیتو قدمونو نه ناولې کیږې د هیواد او ولس نوامیس د پردیو او پرديپالو په څو ورځو شتون نه سپکیږې او نه یې باید سپک وګڼو، دا هیواد زموږ دی د هیواد بیرغ او توغ زموږ ملي نښه ده موږ د دې ملت یو موږ له ملت سره مینه لرو او هم د ملت له نښو او نښانو سره مینه لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهید شهیدغه بیر

منلی صاحب السلام علیکم : ستا دا خبره سمه ده چه حب الوطن … څخه د استعمار پلورل شوو ایزمیانو د ایت له کچی هم اوچت کړی او تر دی رسولی چه زه ورسره مقاطعه اعلان کړم ، ستاسی خبره په ځای ده چه دا نه ایت او نه حدیث دی حتی دعه فیصله چه د وطن مینه د ایمان برخه ده غیر اسلامی ده . هو ستاسی نوری خبری که د وطن دوستی په نیت دی کړی وی سمی دی ، مګر که د نشنلستی او وطن پرستی په معنی وی ناسمی ، شرک ، خلکو تیرویستنه او د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x