افغانستان

فارن پالیسي: افغانستان د واک د وېش په لانجه اخته دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د فارن پالیسي په تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه خپاره شوي مضمون کې ویل شوي چې افغانستان د واک د وېش په څرنګوالي کې ښکېل دی.

د مقالې د لیکوال په قول د افغانستان په ټاکنو کې به یو لوری بریالی کېږي او ممکن بل لوري ته اجرایوي پوسټ ورکړل شي.

ورځپاڼه وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله ځکه د ټاکنو پر پایلو بې باوره دی چې دی يې اصلاً پخپله ناکامي باوري کړی دی. د دې مقالې له مخې کېدای شي ډاکټر اشرف غني مشر شي او اجرايوي پوسټ عبداالله عبدالله ته ورکړل شي.

د فارن پالیسې د دې لیکنې له مخې دوې پېښې شونې دي، یا به ډاکټر عبدالله عبدالله ته له اجرایوي پوسټ سره د ملي امنیت د مهمو ناستو مشري هم ورکړل شي او مهم وزارتونه به ده ته خپل راپورونه ورکوي.

پر دې سربېره ممکن سرچپه پېښه هم وشي، داسې چې ډاکټر اشرف غني احمدزی به يې پر اجرایوي پوسټ وګوماري او یو څه وخت وروسته به يې بېرته لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم ټاکنیزې ناندرۍ پای ته نه دي رسېدلې، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ته د رایو تفتیش تر سیاسي سیوري لاندې ښکارېده او وايي چې پايلې ورته د منلو وړ نه دي.
بل پلو د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي چې دوی به يې د خپلې پروسې له بشپړېدو وروسته سمدستې پایلې اعلان کړي.

د دې ډلې ویاند نن رسنیو ته وویل چې شونې ده زموږ ډله نن خپله وروستۍ پرېکړه واوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x