افغانستان

«قوي احتمال شته چې عبدالله عبدالله نن خپل حکومت اعلان کړي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د اصلاحاتو او همپالنې ټیم (عبدالله عبدالله) ویاند وايي چې د اشرف غني احمدزي د ټیم سره يې سیاسي مذاکرات ځنډیدلي دي او احتمال لري چې نن /یکشنبه، وږي ۱۶مه/ خپل حکومت اعلان کړي.

تر دې وړاندې هم عبدالله عبدالله د مشورتي جرګې په خیمه کې ویلي وو چې که بریالی اعلان نشي دی به موازي حکومت اعلان کړي، خو د جان کیري د راتګ سره عبدالله عبدالله خاموشه شو او په یوه ایتلافي حکومت جوړولو پخلا شو.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي چې سیال ټیم یې د ملي وحدت د حکومت جوړونې په اړه سیاسي مذاکراتو لپاره کافي ډير وخت په لاس کې درلود خو هیڅ پایله یې ورنه کړله.

د رحیمي په وینا عبدالله عبدالله د حکومت په اړه وروستی تصمیم نیولی او شاید نن/یکشنبه/ خپل حکومت اعلان کړي.

رحیمي وايي چې د ملي وحدت د حکومت جوړونې لپاره د مذاکراتو له ډيرو پړاوونو تېر شول خو اوس دې پریکړې ته ورسېدو چې خپل وروستی تصمیم ونیسو او زیات احتمال لري چې خپل عبدالله عبدالله نن ځان بریالی اعلان کړي.

د اشرف غني احمدزي ټیم وايي چې دوی پر نورو ټولو څوکیو سره جوړ راغلي خو یواځې د اجرایوي رییس د صلاحیتونو په اړه د دواړو ټیمونو تر منځ اختلافات دي.

ویل کیږي چې د عبدالله ټیم غواړي څو د کابیني مشري اجرایوي رییس ته ورکړي خو د اشرف غني احمدزي ټیم دغه کار د اساسي قانون خلاف ګڼي.

د اشرف غني ویندویانو څو وار ویلي چې دوی هیڅکله دې ته تیار نه دي چې د اساسي قانون په خلاف یو سیاسي توافق لاسلیک کړي.

د عبدالله د عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند وویل، چې عبدالله به خپل وروستی دریځ نن په یوې خبري ناسته کې اعلان کړي او که خبرې وشوې تر سبا به حکومت اعلان کړي.

دا احتمال هم لري چې عبدالله عبدالله د شمالي ټلوالې د مشرانو په حضور کې نن خپل حکومت اعلان کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور پر خپلو پلویان غږ کړی و چې شنه او نارنجي خوځښتونو ته تیار شي.

د نور په وینا له شنو یې معنا مدني لاریونونه او نارنجي څخه یې مراد په زور حکومت نېول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالحق حنفی

عبدالله عبدالله به دخپل حکومت له اعلانه ولو وروسته لر او بر پشتانه او بالخصوص گرد عامه مخلص مسلمانان په یوه گیلم را چَمع کولو ته وهسوی تر سو چه داسلام له دی ستری قاعدی کلی نه برخمند شی چه (ید الله علی الچماعة ) یعنی دالله پاک بلا کیفه لاس دقدرت نظر درحمت نصرت او مدد له هغه چاسره ده چه دالله پاک د دین د پلی کیدو لپاره په تدبیر راچمع شوی وی (انشأ لله تبارک وتعلی )

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x