افغانستان

غزنی: طالبانو د پوستې قومندان ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت مرکز ته څېرمه تېره شپه د طالبانو او دولتي نظامي مسوولینو تر منځ په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو تېره شپه نږدې درې بجې د غزني ښار ته څېرمه په اوګره سیمه کې د پولیسو په یوه پوسته برید کړی دی او «۷» تنه يې پکې وژلي دي.
د مجاهد په خبره د دې پوستې قومندان يې له ګڼو مهماتو سره ژوندی نیولی دی.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبانو ویلي دي چې په مهماتو کې يې یوه پېکا، یو راکټ او دوه کلاشنکوفونه ترلاسه کړي دي.

د غزني دولتي چارواکو تر اوسه رسنیوته څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د خبرپاڼې له مخې چې په دې برید کې د دوی دوه تنه له منځه تللي او درې نور ټپیان دي.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې هم په غزني کې ډله ییز سرتيري برید ګڼو دولتي مسوولینو ته درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x