په هندوستان کې دنړۍ تر ټولو ستره مجسمه جوړیږي

.

ویل کیږي چې په نژدې راتلونکي کې به دمجسمه پرست هیواد هندوستان دګجرات په ایالت کې دنړۍ په سطحه تر ټولو ستره مجسمه جوړه شي .دامجسمه به په امریکاکې دازادۍ دمجسمې دوه برابره لوړه وي . په هندوستان کې دازادي دتحریک دمشهور رهنما( ولب بهایی پټیل) په انځور دجوړې شوې مجسمې اوږدوالی به شپږسوه متره وي چې دلګښت تخمیني اندازه یې دیرش کروړه ډالره ښودل شوې ده

 او ددې لګښت له پاره یې نړیوالو تعمیراتي کمپنیو ته دمرستې بلنه ورکړېده .دنړۍ دې تر ټولو لوړې مجسمې ته د( اتحادمجسمه ) نوم ورکول شوی دي .

هندوستان هغه هیواد دي چې مجسمې پکې عقیدوي ارزښت لري .او عبادت یې کیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د