
سعودي عربستان عراق سره پر ۹۰۰ کليومټره سرحدي سيمه ازغرن تار لګوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): سعودي عربستان اعلان کړی، چې د هېواد شمال کې د عراق سرحد سره په خپل نهه سوه کيلومټره سرحد ازغن تارلګوي.
د سعودي عربستان ټول واک امير عبدالله ويلي، چې د هېواد شمال کې حفرالباطن سيمې د عراق او کويت سره په نهه سوه کيلومټره سرحد ازغن تار لګوي، تر څو د سعودي عربستان امنيت خوندي شي او د بريدګرو او قاچاقبرانو مخنيوی وکړای شي.
سعودي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د سعودي عربستان د امنيت په موخه د د ازغن تار تر څنګ، برقي برجونه، پنځوس راډارونه، د شپې کامرې او دوربينونه لګوي، تر څو سعودي عربستان ته د قاچاقبرانو، وسله والو او نورو مخالفينو مخنيوی وشي.
له دې مخکې هم سعودي عربستان دوه درې ځله دا پرېکړه کړې وه، چې عراقي سرحد سره ازغن تار ولګوي، مګر عراق سره د اړيکو د ترينګلتيا له امله دغه پروسه پاتې شوې وه.
کارپوهان وايي، چې سعودي عربستان ويره لري، چې د عراق او شام د اسلامي دولت ځواکونه به د عراق له لارې سعودي عربستان ته ورننوځي او د دوی خاوره به د خپل خلافت برخه وګرځوي.
راپورونه وايي، چې سعودي حکومت د اسلامي دولت د پرمختګونو له امله ډېر اندېښمن دی او د هېواد شمال ته يې درې زره عسکر ليږلي، تر څو دغه سيمه کې د عراقي سرحد څخه د اسلامي دولت ځواکونه د سعودي خاورې ته ورنشي او له همدې امله يې اوس پرېکړه کړې، چې عراقي سرحد سره په نهه سوه کيلومټره سيمه ازغن تار ولګوي.