افغانستان

ستره محکمه کې د پغمان دپېښې د عاملینو علني محاکمه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان په ستره محمکه کې د پغمان په ده عربانو کې د ډله ایز جنسي تېري د عاملینو علني محاکمه روانه ده.

په دغه محاکمه کې د کابل د پولیسو مشر جنرال ظاهر وویل چې دغه مجرمین نه یواځې په دې پېښه کې ښکېل دي، بلکې ګڼ نور جرمونه هم لري.

د نوموړي په وینا شېبه وړاندې ورته یو چا زنګ وواهه چې دغه ډله چې د دوی مشر د قومندان په نامه یادېده او تل به يې د پولیسو جامې په تن وي د هغوی کورته په زور ورننوت او هلته به يې له جنسي تېري وروسته په ډاډه زړه ولامبل او له کوره به ووت.

د جنرال ظاهر په قول د هغې کورنۍ غړو د شرم له ويرې په محاکمه کې ګډون ونه شو کړلای.

د محاکمې په دې جریان کې څو تنو نورو تاواني شویو وګړیو هم خپلې خبرې وکړي او یو تن چې ځان يې د قلعه وزیر معرفي کړ وویل چې په دې مجرمینو کې هماغه چې د قومندان په نامه مشهور دی ده ته پخپل کور کې لاسونه ورتړلي او شتمني يې ترې لوټ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې محاکمې سره جوخت د سترې محکمې مخته د کابل ښار ګڼ ښاریان د لاریون په حال کې دي اوله دولتي چارواکیو غواړي چې مجرمینو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

یاده دې وي چې دې څو کسیزې ډلې د زمري په یو دېرشمه پغمان ته څېرمه په ده عربان سیمه کې له یو واده څخه راستنېدونکو څلورو تنو مېرمنو د شپې تر دوو بجو جنسي تېري کړي دي.

ویل کېږي چې دغه بریدګر چې اوس په محکمه کې بدمعاشان معرفي کېږي، ویل کېږي چې په یاده سیمه کې فعاله افغان پولیس و او د کابل د پولیسو مشر هم دا مني چې د پېښې پر وخت د دې ټولو مجرمینو پر تن د پولیسو یونیفورم و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x