افغانستان

سترې محکمې د پغمان د پېښې عاملین په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې د افغانستان په ستره محکمه کې په یوه علني محاکمه کې د پغمان د پېښې تېري ګر په اعدام محکوم شول.

د بریدګرو له ډلې نه پنځه تنه د تښتونې او غلا په خاطر په پنځلس کاله بند او د مسلحانه برید او د زنا د جرم د ثبوت په خاطر په اعدام محکوم شول.
له دې اووه کسیزې ډلې نه دوه نور د زنا د جرم د نه اثبات په خاطر بری، مګر د تښتونې په خاطر په شل کاله بند او په مسلحانه غلا کې د شرکت په خاطر دوی هم په اعدام محکوم شول.

په ننۍ علني محاکمه کې تورنو، د هغوی مدافع وکیلانو، ځینو نورو زیانمن شویو خلکو او تر برید لاندې شویو مېرمنو هم خبرې وکړي.

په محاکمه کې د کابل د پولیسو مشر جنرال ظاهر وویل، چې شېبه وړاندې ورته یو چا زنګ وواهه چې دغه ډله چې د دوی مشر د قومندان په نامه یادېده او تل به يې د پولیسو جامې په تن وي د هغوی کورته په زور ورننوت او هلته به يې له جنسي تېري وروسته په ډاډه زړه ولامبل او له کوره به ووت.

د محکمې د فرمان له مخې دغه محکمه لومړنۍ «ابتدايي »ده او نورو محاکمو ته به په تمه یو.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي هم ویلي و، چې که پر دې کسانو د اعدام حکم وشي دی به په لاسلیک کې ځنډ ونه وکړي.

په ورته وخت کې په خوست، هرات او کابل ښار کې هم پرون او نن ګڼو لاریون کوونکو له دولتي مسوولینو نه د دې پېښې د عاملینو د سختې سزا غوښتنه کوله.

دغو څو تنو چې د پولیسو یونیفورم يې په تن او مسلح وو، د زمري په یو دېرشمه پغمان ته څېرمه په ده عربان سیمه کې له یو واده څخه راستنېدونکو څلورو تنو مېرمنو د شپې تر دوو بجو جنسي تېري کړي دي. او د هغو زېورات هم يې ترې لوټ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فيضي

دغه كسان په كمه جامه كي نيول شوي دي يع ني شخسي جامي اي په تن وي كه
دپو ليسودو لتي جا مي دنيولو په وخت كي پدي هيله چي هغه گسان
چي پوره معلومات ولري هغوي دي معلومات را كي
ستاسو دجاو ب په تمه مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x