ادبي لیکني

ګومان نه کوم چی دا وړۍ شړۍ شی!_ کیسه

لیکوال: امین شینواری
مازدیګر نور تیری خپل ټغر خور کړی وو، تیاره خپره وه ، د مارغانو چراړ نور په بندیدو وو، او خپلو ځالو ته یی ځانونه رسول پیل کړی وو. هر ژوندی نور خپل کور او مسکن ته روان وو.

مجید په ښار کی ژوند کاوه، یو دوکانګی یی درلود. هغه هم ماښام ته په کتو د خپل دوکان دروازه وتړله او قلفونه یی ور واچول او د کور په لوری روان شو. لاره کی ډیر چورتونه ورتله او سر یی ځوړند نیولی وو، چا به چی پری سلام واچولو نو هغی ته به یی خیال نه وو، دا نه چی قصداَ یی د سلام ځواب نه وایه خو په چورتونو کی دومره ډوب تللی وو چی هیڅ یی هم ‌ذهن ته نه راتله بلکه په ذهن یی تیریدل خو اخذ یی تری نشو کوی.

ماښام تیر وو چی کورته نږدی شو، دروازه یی وټکوله ، وړوکی زوی یی په وړه خوله د کور دننه نه آواز وکړ، چوک یی؟ پلار جان دې یم زویه دروازه خلاصه کړه، میرمن یی چی د خپل وړوکی زوی خوا کی ولاړه وه ، مجید ته دروازه خلاصه کړه او مجید کور ته دننه شو. میرمن یی ورته ستړی مشی اوویله او مجید یی په ځواب کی خیر اوسی اوویل.
د مجید چورت ډیر خراب وو، سیده خپل اتاق ته ننوت او ډډه یی اووهله، میرمن یی ورته بالښت کیښود او مجید پری تکیه شو.
اوبه راوړم !!
میرمن یی د مجید څخه وپوښتل، مجید په ځواب کی ورته اوویل نه خیر اوسی. چای خو به څښکی ستړی به یی ، نه نه، نه یی څښکم، بس لږ پریوځم که سترګی می چیرته ورشی .
میرمن یی هم ډیره پریشانه شوه، او وی پوښتل، خیر خو به وی ، ولی داسی په چورت کی یی او پریشانه یی،مریض خو به نه یی؟

نه مریض نه یم بس هسی می لږ طبیعت سهی ندی. نه څه خبره خو شته هرومرو یی له ما پټوی، څه خبره ده مجیده؟ مجید ورته اوویل مه یی پوښته ، تیره شه تری ، څه یی کوی، زړه می تیری نور چاود چاود دی، ته راسره ځان خواشینی کوه مه. خو میرمن یی اسرار کولو چی یی ورته اووایی!

ښځی! دا څو میاشتی کیږی چی کاروبار می په ټپه ولاړ دی ، نه څوک سودا اخلی او نه څوک قرضه راکوی. مال می نور په دوکان کی تاریخ تیریدونکی دی او نور خوسا کیږی. ډیر یی ناهیلی کړی یم. هر چاته چی ووایم نو همدا ځما حال کټ مټ بیانوی. بیا ورسره څه وکړم ، ځکه ځما هم همدا حال دی نو ګیله له چا ولی وکړم. قرض په قرض پاتی دی او مال می مال په دوکان کی نور تیری زوړ شو.
میرمن یی ډیر په حیرانتیا وپوښتل؟ ولی آخر څه چل شوی ؟ ولی، ولی؟

ښځی! دا څلور، پنځه میاشتی کیږی چی دغه غم لړلی ټاکنی روانی دی، خلک یی د کار او بار وباسلی دی، دوۍ خویی خپله لری، د بل چا ورسره څه؟ غرک وپرک خو غریب دی ، الله دی غریب ته حوصله ورکړی.
پدی څلورو میاشتو کی نه څوک خریداری کوی ، نه پیسی څوک په مال بندوی او نه څوک سرمایه ګوزاری کوی، بس هر څوک پدی هڅه کی دی چی د مملکت نه پیسی وباسی او خارجی بانکونه ته یی وزغلوی. او ددی په انتظار دی چی حالات ښه شی نو پانګونه به وکړی او کاروبارونه به شروع کړی . اوس څه وکړو؟

نه پوهیږم چی وطن نه به آخر څه جوړ شی ؟ دا واک داران خو د الله نه ویریږی هم نه؟ نه یی کومه ترهه زړه ته کیوځی. دا نو څنګه مسلمانان دی؟ خلک د لوږی مری، د تندی مری، د یو مړۍ ډوډۍ درک یی نشته ، ځای ځیګی نلری، خوران په سرکونو او په پیاده رو ملاست وی او شپی سبا کوی. بس نور می دی ملک زړه داسی راتنګ دی لکه چی مارغه په پنجره کی تنګ وی. الله دی په موږ رحم وکړی.

هیڅ نه پوهیږم چی آخر به څه تری جوړ شی. بس اوس دی یو کس په چوکۍ کښینی او د ملک واګی دی واخلی ، موږ یی د هر کاره باسلی یو.
میرمن یی په ډیر ناهیلۍ سره ځواب ورکړ، ګومان نه کوم که دا وړۍ شړۍ شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x