دیني، سیرت او تاریخ

د فدایي بریدونو په اړه د دوکتور یوسف قرضاوي لیدلوری

لیکوال : دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

هلاکت که جنت؟

نن سبا د فدایي بریدونو په اړه گڼې پوښتنې په ذهنونو کې را پیدا شوي او هغه دا چې:
ددې عملیاتو، چې ځانوژنه هم ورته ویل کېږي؛ حکم څه دی؟
ایا د څښتن(ج) په لاره کې جهاد گڼل کېږي او که په خلکو کې وېره اچول او ترورستي گڼل کېږي؟
کوم ځوانان چې په دا ډول بریدونو کې ځان له لاسه ورکوي؛ شهیدان دي او که ځانوژونکي گڼل کېږي، ځکه په خپل لاس ځان مرگ ته ورکوي؟
او ایا د هغوی دا کار “په خپل لاس ځان په هلاکت کې اچول” نه دي، چې په قرانکریم کې له هغې منع شوې ده؟ څښتن(ج) ویلي:
{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}(۱)
“او ځان په خپل لاس په هلاکت کې مه اچوﺉ”

د پورته پوښتنو په ځواب کې باید ووایم:
دا ډول بریدونه د څښتن(ج) په لاره کې د جهاد له سترو ډولونو څخه گڼل کېږي او د اسلام د دښمنانو د وېرولو او په هغوی کې د وېرې د اچولو له ډولونو څخه دي، چې قرانکریم ورته داسې نغوته کړې:
{واعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم واخرین من دونهم لا تعلمونهم الله یعلمهم وما تنفقوا من شیء فی سبیل الله یوف الیکم و انتم لا تعلمون}(۲)
دا ډول بریدونه د ځانوژنې بریدونه گڼل بیخي تېروتنه ده، ځکه اسلام د مجاهدینو دا ډول کار فدایي او شهادت غوښتونکي مېړني عملیات پېژندلي او د ځانوژنې له کړنې سره له ځمکې تر اسمانه توپیر لري.
ځانوژونکی ځان د خپل نفس له امله وژني، خو فدایي ځان له خپل دین او امت څخه ځاروي. ځانوژونکی انسان هغه څوک دی، چې له ځانه او د څښتن(ج) له بخښنې ناهیلی گرځېدلی، خو د دا ډول مجاهد ټولې هیلې او ارزوگانې د څښتن(ج) په بخښنې پورې تړلې دي.
ځانوژونکی د خپل نفس په وژنه، خپل ځان له رواني اندېښنو او غمونو ازادوي؛ خو فدایي مجاهد په دې نوې وسله د څښتن(ج) دښمن او خپل ځان له منځه وړي ((چې الهي تقدیر د کمزورو په لاس کې ایښې، ترڅو خپل ځان غټ لیدونکي، سرکښ او طاغوت پرې ارام کړي)).
د کمزورو مجاهدینو دا وسله په خپل ډول کې بې سیاله ده، ځکه له مجاهد څخه انساني بم جوړوي، چې په ټاکلي ځای او وخت د څښتن(ج) د دښمنانو او د ملت د دښمنانو پروړاندې چوول (منفجر) کېږي. د اسلام دښمنان ددغې مېړني شهید پروړاندې ((چې ځان یې د الهي دستور لپاره ځار کړی، سر یې په خپلو لاسونو کې نیولی او د څښتن(ج) په لاره کې شهادت غواړي)) عاجز او بې وسه پاتې دي.
دا ځوانان له خپلې خاورې ((چې د اسلام خاوره ده)) دین، پت او خپل امت څخه ساتنه کوي؛ نه باید ځانوژونکی ونومول شي، بلکې د دوی کار له ځانوژنې سره ډېره فاصله لري؛ ځکه دغه مجاهدین ((چې ځانونه یې له اسلامه ځار کړي)) رښتینې شهیدان دي او د زړه له کومې یې د څښتن(ج) په لاره کې په خپله خوښه خپل روحونه ډالۍ کړي دي. تر هغې چې د دوی نیتونه خالص د څښتن(ج) لپاره وي او تر هغې چې د څښتن(ج) د دښمنانو په زړونو کې د وېرې او ډار د اچولو لپاره د جگړې دې ډول کړنې ته اړ وي، ترڅو مغروره دښمنان او د هغوی ستر نړېوال ملاتړي قدرتونه په خپل ځواک ذلیل او تسلیم کړي؛ نو دوی نه ځانوژونکي دي او نه ترورستان.
دا مجاهدین له هغو کسانو سره، چې د دوی خاوره یې غصب کړې، اوسېدونکي یې بې ځایه کړي، د هغوی انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي، د هغوی راتلونکې یې ښکېل کړې او له مسلمانانو سره پرلپسې دښمني لري؛ په یوه شرعي جگړه جنگېږي، ځکه هغوی ته روا نه ده، چې په خپله خوښه د خپلې خاورې په څه برخه ((چې د اسلام خاوره ده)) ځان ناگاره کړي.
د ځینو ساده فکرو د اند پر خلاف، ددې مېړنیو ځوانانو دا کار “په خپل لاس خپل ځان په هلاکت کې اچول” څخه نه دی، بلکې دا کار په جهاد کې له مشروع او خوښو کارونو څخه دی، چې له دې څخه موخه د تجاوزکوونکي دښمن کبر او ستم را پرځول، د هغوی د ځینو وژل، په زړونو کې یې وېره او هیبت اچول او مسلمانانو ته زړورتیا او جرﺉت وربخښل دي.
اسراېیلي ټولنه یوه نظامي ټولنه ده؛ د هغوی نر او ښځې په نظامي روزنه او ډلگیو پورې تړلي دي او هره شېبه شونې ده، چې له مسلمانانو سره د جنگ لپاره وروغوښتل(احضار) شي.
که چېرې د فدایي په دې برید کې ماشوم یا سپین ږیری ووژل شي او د هغه له منځه وړل یې موخه نه وي، بلکې په تېروتنه او د جنگي ضرورتونو د حکم له مخې وژل شوی وي؛ نو څرگنده ده چې ضرورتونه حرام، مباح گرځوي.
بده نه ده، هغه څه چې فقهاو او مفسرینو د سورة البقره د ۱۹۵ ایت په اړه بیان کړي دي؛ کتنه ورته وکړو.
{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}

نور بیا…

(په راتلونکې برخه کې په همدې اړه د امام جصاص حنفي(رح) لیدلوری لولﺉ. ژباړن)

——-
۱- بقره : ۱۹۵
۲- الانفال : ۶۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نصرالله فضل

د دوکتور محمد یوسف قرضاوی څخه هیله لرم، چه ددغه آیت چه ده ذکر کړی لږ نور هم په وضاحت سره راته تشریح کړی، چه ددغه آیت په کوم ځای کی ځان وژونکی ستاسو په وینا (فدایی ) حملې ته اجازه ور کول سوې.
{واعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم واخرین من دونهم لا تعلمونهم الله یعلمهم وما تنفقوا من شیء فی سبیل الله یوف الیکم و انتم لا تعلمون}(۲)

kadir mohmand

السلام علیکم : اولاْ این آیه اشتبا املایی دارد در آخر آیه لَا تُظْلَمُونَ است ( وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّـهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّـهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿٦٠﴾ و شما (ای مؤمنان) در مقام مبارزه با آن کافران خود را مهیا کنید و تا آن حد که بتوانید از آذوقه و تسلیحات و آلات جنگی و اسبان سواری زین کرده برای تهدید و تخویف دشمنان خدا و دشمنان خودتان فراهم سازید و نیز برای قوم دیگری که… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x