نړۍ

محمد مرسي قطر ته په جاسوسۍ محکوم شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د مصر لويې څارنوالۍ پخوانی ولسمشر محمد مرسي قطر هېواد ته د جاسوسۍ پر تور محکوم کړ.

د مصر لوی څارنوال وايي محمد مرسي قطر هېواد ته د مصر جاسوسي کړې او د مصر د ملي مصالحو اړوند پټ اسناد يې قطر هېواد ته ورکړي دي.

مصري رسنۍ وايي، د يادو تورونو له امله محمد مرسي د پنځلسو ورځو لپاره د پلټنو او تحقيق په موخه امنيتي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

«الاهرام» ورځپاڼې ليکلي، چې محمد مرسي سره د هغه ځانګړی سکرتر امين الصيرفي او د هغه لور کريمه الصيرفي هم قطر ته په جاسوسۍ محکوم شوي دي.

د مصر د جنايي جرمونو محکمې له دې مخکې هم له پخواني ولسمشر محمد مرسي څخه په دې اړه پوښتنې ګرويږنې کړي دي، مګر نوموړي دا تورونه په کلکه رد کړي.

محمد مرسي د هرې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې دی د مصر ټاکل شوی ولسمشر دی او د قانون له مخې له ده داسې سوالونه کول هيڅ قانوني ارزښت نه لري.

د ۲۰۱۳ م کال د جولايي په درېيمه نېټه د ولسمشر محمد مرسي حکومت د پوځي کودتا په ترڅ کې نسکور شو او له هماغه وخته د څلورو بېلابېلو تورونو له امله وخت پر وخت محکمې ته وړاندې کيږي.

د ولسي لاريونونو پر مهال د ټول وژنې، حماس او قطر لپاره جاسوسي او له زندانه د تښتېدو پر تورونو محمد مرسي او د هغه ملګري وخت پر وخت محکمې وړاندې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

هغه مثال اوس د مصر د لوی څارنوالئ او لور رتبه چارواکو سره لیدل کیږی ، چی افغانانو هر کله وایی : « خر ګفت وخر…. باور کرد! » رشتیا هم دلته دا ضرب المثل کاملاً صدق کوی او بالا د تبصری نه صرفنظر کوم.
یو ریسجمهور هغه هم مرسی غوندی یو پوه او هیواد پاله سړئ اصلاً داسی کار نشی کولائ، او تر دی نه لویه مسخره او بی شرمی په نړئ کی نده لیدل شوی! شرم دی د مصر پر کودتاه یی نظام او رژیم وی!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x