نظــر

یوازې هغه دې ولولي چې غیرت او ناموسداري لري

جیلاني پښتون

د اسلام له نظره د ښځې له مخ،ورغوو او دپښو له تلو پرته ټول بدن عورت دی،حتی جمهورعلماء خو وایي چې دښځې مخ که څه هم عورت الصلوة نه دی،مګر د فتنې دمخنیوي په خاطر عورت النظر دی،الله تعالی په قران کریم او رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې بیا بیا دښځو په حجاب رعایتولو تاکید کړی،او بې حجابي یي د فساد او فتنې تر ټولو ستره منبع بللې.

د لوړ شرعي اصل له امله طالبانو په خپله واکمنۍ کې په ښځو لازمي کړې وه چې بشپړ حجاب رعایت کړي،او حتی مخ هم پټ وساتي چې ټول جمهور علماء یی عورت النظر بولي،اګر که عورت الصلوة نه دی،نړیوال کفار چې دشیطان انسي زامن دي،څرنګه چې شیطان ورته د مسلمانانو د ګمراهۍ دنده سپارلې،دوی هم درک کړې چې دمسلمانانو دګمراهۍ او فتنې پارولو لپاره ترټولو مؤثر کار د ښځو بي حجابي ده، چې ورسره د سترګو او نورو اعضاؤ د زنا دروازه هم خلاصیږي،کله چې دطالبانو حکومت ړنګ شو،نړیوالو انسي شیطانانو لومړی کار همدا پیل کړ چې د افغانستان ښځې بي حجابه کړي،دوی لومړی دښځو مخ ورلوڅ کړ، او قاضي حقیار صاحب له هیلې مجلې سره په مرکه کې همدا خبره ثابته کړه چې مخ خو څه عورت نه دی، هیڅ پروا یي نشته که دکرزي حکومت دښځو مخ پرې لوڅ کړی دی،خو دغه جناب ناخبره و چې داد پټي سر ده پټی وروسته سورور دی، د ښځو د مخ لوڅول یوازې یو پیل و، له دې وروسته د غاړې او ویښتانو دلوڅولو هڅه پیل شوه،دسر لپاره لومړی یوه نرۍ جالۍ ترویج شوه، چې ویښتان په کې له لرې بریښیدل،کله چې خلک له دې سره عادي شول،نو په ټیلویزوني خپرونو او یو شمیر ادارو کې ښځو یو مخ ټیکری وغورځاوو، اود ملالۍ جویا غوندې ښځې د وزیرستان دځوانانود ګوړګوتي څڼو په سټایل کې میدان ته راووتې،دا مهال د ویښتانو لنډول، رنګول او داوښانو د کو غوندې جوړول د ورځې سټایل شو، چې بي بي سي هم ورباندې ګرم ګرم مصور او ویډیویي راپورونه خپرول .

که د مخ لوڅۍ په اړه یوه قاضي صاحب فتوی ورکړې وه چې شرعا جایز دی، خو دسرلوڅۍ لپاره هیڅ کوم قاضي یامفتي شرعي دلیل ونه وایه چې آیا دا هم جواز لري او کنه؟ دوی ټولو ګونګه روژه نیولې وه او د پتمن هیواد میرمنې یوې یوې خپل د سر حجاب هغه چې ۱۴ سوه کاله یي په سر ساتلی وو ،د غربي دموکراسۍ په پښو کې غورځاوو، دافغان میرمنې سر چې د ملیونونو شهیدانو د وینو په زور ورته ټیکرۍ راستون شوی یوځل بیا لوڅ شو، او دوطن کوم ارمانجن شاعر دغه فاجعه په دې بیت بدرګه کړه .

خدایه ملاله مو سرتوره شوه بیا
ترینه پړونی بړبوکیو واخیست

د پت او ناموس دردمنو لا د پړوني غم نه وو ژړلی، چې دحجاب د ټغر ټولیدو یو بل پړاو پیل شو، همدا تیره ورځ د سنبلې په ۱۵ مه د کابل په بابر باغ کې د کومې غربي این جي او لخوا د موسیقۍ پروګرام دائر شوی و، چې په لومړي ځل افغان ښځو سندرغاړو په کې په داسې سپک لباس کې ګډاګانې وکړې چې شاید زموږ تاریخ یي مثال ونلري.

ددې مراسمو یو ویډیويي راپور مې ولید، او رامعلومه شوه، چې دمخ او سر له لوڅوالي وروسته دبربنډتوب پروژه لا هم نه ده دریدلې بلکې مخ په ښکته روانه ده،داځل دموکراسۍ ځپلو میرمنو، غاړه ، ټټر ، اوږې او مټې هم لوڅې کړې او خبره یي تیونو ته رسولې وه،د غربي دموکراسۍ ممثلو دې میرمنو یوازې خپلو سینو ته نری سینه بند چې هغه هم د سینګار لپاره کاریږي اچولی و، نور یي نو له لوړه د حجاب ټغر بشپړ راټول کړی و.

ما چې دا صحنه ولیده ټکان مې وخوړ، ځکه چې موږ په یوه لسیزه کې دجهادي مقاومت له جریان سره سره دومره بي حجابه شوي یو نو دیرش څلویښت کاله وروسته به څه حال وي،که دبي حجابۍ جریان همداسې په سرعت مخ ښکته روان وي، شاید په راتلونکو لسو کلونو کې تر نامه هم واوړي او مغلظ عورت ته ورسیږي.

باور وکړئ ددې کرښو په لیکلو شرمیږم او د وینو ترخه غړپونه تیروم،په سینه کې مې درد څړیکي وهي، مګر که داخبره همداسې سپینې ونه کړو، او خلک ورته متوجه نه کړو نو سبا به زما او ستا خور او لور او دکومې غربي ډمې په لباس او اخلاقو کې فرق نه وي پاتې.

په دې جشن کې د دایورس و پارادایس په نامه یوه ځوان او ښځې چې کاملا بي حجاب و سندرې ویلي دغه راز د اریانا سعید په نامه ډمې په کې لومړی مقام ترلاسه کړی، خو بي بي سي کې یي چې کوم راپور خپور شوی تر ټولو مهم یي ددوی لباس بللی چې په کابل کې د پرمختګ څرک دی او تراوسه کومه افغانه میرمن داسې لوڅه لپړه عام محضر ته نه وه راوتلې .

کابل کې د وږي په ۱۵مه د رومي ډانس ته ډم او ډمه په داسې لباس کې سټيج ته ځي چې د عورت زیاتې برخې یې ښکاري. عکس د بي بي سي فارسي څخه اخېستل شوی
کابل کې د وږي په ۱۵مه د رومي ډانس ته ډم او ډمه په داسې لباس کې سټيج ته ځي چې د عورت زیاتې برخې یې ښکاري. عکس د بي بي سي فارسي څخه اخېستل شوی

د وطن عالمان،معلمانو، استادانو، هوښیارانو، مشرانو،ځوانانو،پوهانو او عامو مسلمانانو !

د همدې لیکنې په واسطه درته خبر درکوم چې دبي حجابۍ فتنه په ټول قوت په وطن کې روانه ده ، کابل، هرات او مزار شریف یي مراکز دي،په کابل کې اوس دادی خبره دې ته ورسیده چې ښځه په لوڅه سینه یوازې له غولانځ بند سره د نارینه وو مخ ته راوځي ، کوناټي غورځوي او ډانسونه کوي.

ددې حالت په وړاندې چوپ پاته کیدل نه یوازې منافقت او دووسي ده بلکې هیڅکله به یي هم داخرت له مسؤلیت څخه خلاص نه شو، که زموږ راتلونکی نسل ګمراه کیږي که زما او ستا لور ، لمسۍ یا کړوسۍ څو لسیزې وروسته یوازې له غولانځبند سره بازار ته راوځي بې له شکه به یي په ګناه کې زه او ته هم ورشریک یو، چې دا حالت مو په منافقانه چوپتیا زغملی دی، دادی د باغ بابر له کانسرت سره دبي حجابۍ حدود نور هم پراخ شول، که یي مخه ډب نه کړئ او ددې فاحشو په مقابل کې غږ پورته نه کړئ ، نو لره نه ده چې دافغان درنې میرمنې له بدن څخه پرتوګ هم وباسي او د پاریس او لندن د فاحشو غوندې یوازې له دوه ریتاړو سره بازار ته راوباسي.

و ماعلینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

اسلام عليكم
همه از برکت مشرف است که فرهنگ که در اسلام آباد لاهور کراچی پشاور بود به دادن پایگاها به نیرو های متجاوز صلیبی ومساعد ساختن استعمار افغانستان به این حالت در آورد. همه از برکت پاکستان مردم مسلمان و جکومت کفری انگلیسی اش است .

Omar

what about blowing yourselves up among innocent poor people in Afghanistan, making women widows, children orphans,. Is this less evil than the one you are describing abovei.######
د قلم عفت وساتئ، ستاسې تر خولې راوتی هر ټکی ستا د کورني تربیت څرګندونه کوي. اداره

abdullah

اين حقيقت واضح است که حکومت پاکستان يو نمايندګی انګليس است .
کاشکی مي ګفتی که همه از برکت (بربريت ) اتحایه شمال بود که تجاوز یهودی پس از دو ماه ممبارت شدید توانست توسط اتحادیه شمال ( فورمول شيطانی عليه اسلام و کشور ) توانست خاک افغانستان را عملاً اشغال نمايد

abdullah

جيلاني صاحب د احساس څخه مو مننه ، مګر د دغو فاحشو تصويرونه نشرول هيڅ شرعي جواز نه لري . او بل د قاضی حسن فتوی ته مو اشاره کړی ده ، قاضی موسیقي هم رواه ګڼلی ده او د اسلام او موسيقي په نوم کتاب په انټرنيت پاڼو او بازار کې ښه پرېمانه دی ، هغه د ښځې مشري هم مني او د قرآن د صريح حکم څخه چې (الرجال قوامون علی النسآء ) څخه انکار کوي (د الله تعالی لعنت دي وي په داسې شيطان صفته قاضي ) . هغه کسان چې لا هم په جمهوري اسلامي (الغياذ… نور لوستل »

عبدالحق حنفی

انچنین فحشا منکرات و بی حیایی یک مهم ترین شعبه (دمکراسی ) و آرزو ی چهره های حهادی است آنان که تاهنوز هم ماتحت قیادت شبکه وهشی حیوانی و ترورستی غرب زندگی میکند

TARIQ

السلام علیکم
نن ټکي آسیا محترمو مسئولینو ته:
ګرانو ستاسو له اسلامي احساس څخه یوه نړئ مننه خو دداسې انځورونو خپرول خپله په ټولنه کې
د فحشا او بې حیایئ لامل ګرځي، او اسلام که ددې ډمو او ډمانو ددې پروګرام مخالف ده نو ددې ډمانو
داسې فاحش انځور خپرولو هم مخالف دی امید ده چې اینده کې دې کار ته جدي پآملرنه وشي
مننه

Yousaf

Very good,
Where are The Bomb of Fidai ???? Bomb for Bazar Not for that kind of Party of Shyateen.

محمد فیصل

یاره چی په دغه ورځ خو چا راته یو شه غټ واسکټ د فدایی راکړی وه ما دغلته فدایی کوله افففففف افسوس دافغانانو په حال باندی

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x