د لمریزې برېښنا په مټ د الوتکي لومړنی نړیوال پرواز

solar-impulse-4-7-10د لمریزې برېښنا په مټ چلېدونکي الوتکي لومړنی نړیوال پرواز په بریالیتوب سره اجراء کړ . دغې الوتکې چي خپل سفر یې د سویزرلینډ له نړیوال هوایې ډګر څخه پیل کړ، بلآخره تر (۱۳) ساعتونو وروسته د بلجیم د پلازمېني په نړیوال هوایې ډګر کي را کوز شوه .

د لمریزې (شمسي) بریښنا باندې دغه چلیدونکي الوته په زیاتو مواردو کي نورو الوتکو ته ورته ده؛

خو یوازې توپیر يې په دې کي دی، چي د وزرونو اوږدوالی یې کابو (۶۳) متره اټکل شوی دی،چي پکي د وړانګو جذبونکي آلې هم نصب کړای شوي دي .

د هېرې نه ده ، چي د له (۲۰۰۳م) کال راهیسې  پریوې داسې پروژه کار پیل شوی ؤ،ترڅو یوه داسې الوتکه چمتو او نړیوال بازار  ته عرضه شی، چي د لمریزې برېښنا په وسېله وچلېدای شي .

د کارپوهانو د ګمان په خلاف چي دا يې یوه اوږدمهاله پروژه ګڼله ، دا دی د څو کلونو په بهیر کي انجینران په دې وتوانېدل ، چي د لمریزې برښینا په مټ چليدونکي الوتکه جوړه او پرواز ته چمتو کړي .

محمد الله احساس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د