fbpx

په عینکو کي د لګیدلي کمري ویډيو فیسبوک ته اچولای شئ

facebook-logo-w-glassesیو امریکایې شرکت په دې وتوانېد ؛ترڅو داسې سترګه کۍ(عینکي) جوړي کړي،چي داسې وړه کامره پکي نصب شوي وی،چي عکس او ویډیو ثبت او بیا يې سمدستي فیسبوک ویب پاڼي کي پرلیکه کړای شي .

په دغو نویو عینکو کي داسې وړې کامرې نصب شوي،چي د بلوټوت (Blue tooth) په وسیله  له موبایل سره وصل کېږي او بیا خپله د انټرنیټ د شته والي په صورت کي فیسبوک ته ويډیو پورته کوي .

د دغې کامرې حجم دومره کوچنی دی،چي هر څوک يې په ډیر تکلیف سره ستاسو په عینکو کي لیدلای شی.

اټکل کېږي، چي له دغو عینکو څخه به هم په استخباراتي چارو کي د یوې غوره آلې په توګه کار واخستل وشي.

محمد الله احساس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د