افغانستان

جوزجان: ناڅرګندو وسله والو دوه پاکستاني انجینران تښتولي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): جوزجان ولایت کې ناڅرګندو وسله والو د افغان موټر چلوونکي په شمول ۲ پاکستاني انجینران تښتولي دي.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجاني ویلي چې دغه درې کسان نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲ بجې د شبرغان او دشت لیلی په لاره تښتول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د سړک جوړونې یو پاکستاني شرکت «بلندتبار» سره کاره کوه او فرونر موټر سره نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.

جوزجاني ادعا وکړه چې دغه انجینران طالبانو تښتولي او دا احتمال هم لري چې د ۳ پاکستانیو په مرسته چې په دغه پروژه کې يې کار کاوه د پيسو لپاره تښتول شوي وي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له پژواک خبري اژانس سره به تلیفوني خبرو ددغو تښتونو په اړه ناخبري ښودلې او ویلي یې دي چې د پلټنو وروسته به یې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

داسې راپورونه هم ورکول شوي چې په سیمه کې د اربکیانو پوستې پرتې دي او شاید دوی د اربکیانو او یا دهغو پولیسو لخوا چې د تښتونکو بانډونو سره لاس لري تښتول شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x