نظــر

په نوي حکومت کې د شمالي ټلوالې د پنځو تنو جبري شتون او د ټاکنو حاکميت!

لیکوال: قاضي اسدالله «عزت»

افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري سفر د ۱۳۹۳ لمريزکال د چنګاښ پر ۲۰ نېټه ؤ،نوموړي هغه مهالله حامدکرزي او دواړو نوماندانو ډاکتراشرف غني او ډاکترعبدالله سره جلا جلاکتنه وکړه، له دغې کتنېوروسته دټاکنو د پایلو د څېړنې بهیرکړکېچن اوداعلان موده یې هم وځنډولو شوه،چې د جان کري له لومړي ځل راتګ سره سم مایولیکنه کړې وه،چې دهغې لیکنې یوه لنډه برخه دلته را اخلم(دلوېدیځو رسنیو د رېپوټ پراساس،چې وايي د عبدالله عبدالله غوښتنې بیا بیا بدلېږي. د امریکا د مشهورې راډیو(این پي آر) د راپور له مخې عبدالله دټاکنو درایو دتفتیش په پیل کې د ۶۰ محلونو د رایو د بیا څېړلو غوښتنه کړې وه، وروسته یې بیا وویل چې په دې ګڼه دې ۲ زره نور محلونه هم ورزیات شي خو اوس وايي چې د ۱۱ زره محلونو رایې دې بیا ځلې وڅېړل شي چې شاوخوا درې نیم میلیونه رایې کېږي.

زه ډاډه یم که چېرته کمیسیون د ډاکترعبدالله عبدالله سره یادې غوښتنې ومنې نوعبدالله عبدالله به حتماً نورې نوې بانې جوړي اوکمیسیون ته وړاندي کړي).

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري اوبهرني سفارت کارانو د ۱۳۹۳ لمريزکال په ټاکنو کې د مداخلې موخه داسې څرګندیږي،چې یوځل بیا په افغانستان کې داسې یولاس پوڅی اوپه فساد ککړ نظام جوړکړي،چې په کال کې درې واره عطامحمدنور په ډاډه زړه سره دافغانستان دتجزیې داعلان خبرورکوي اوهیڅوک ورڅخه پښتنه ونه کړای شي،چې هلکه نوره ته خودي لومړی خپل افغانیت ثابت کړه،چې دافغانستان دتجزیې نارې وهې.

عبدالله عبدالله د بهرنیانو د وعدو پراساس دټاکنو درایودګڼلواوتفتیش په بهیر کې وخت پروخت خپل سیال ډاکتر اشرف غني ته شرائط وړاندې کړل،په لومړي سر کې عبدالله عبدالله د ګل اغا شیرزي،زلمی رسول،محمودکرزی،امرالله صالح،صلاالدین رباندي اویوتعداد په پیسوباندې اخستي قومي مشرانوپه شمول دخپل حقه حق غوښتلو نارې وهلې(یوازې شفافي رایي ګڼل)،چې ددوی په اند د ډاکتر اشرف غني په ګټه پراخ تقلب شوی دی،چې نوموړي دهمدې غوښتنې پراساس موازي حکومت اعلان کړ،چې دموازي حکومت داعلان سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وه افغانستان ته سفر وکړاو ددونوماندانو ډاکتر اشرف غنياو عبدالله عبدالله ترمنځ یې داپرېکړه وکړه،چې درایو دوهم ځل تفتیش به کیږي.

عبدالله عبدالله ددوهم ځل رایو د تفتیش په جریان کې څوځله دانتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره بایکاټ اعلان کړ،او په څوڅوځله دنوموړي څارونکو په کمیسیون کې دډاکتر اشرف غني دټیم له څارونکو سره فیزیکي شخړې وکړې،چې ددې شخړو اصلي موخه همداوه،چې درایو دتفتیش پروسه په ټپه ودروي،او دهمدې جنجالو او اخطاریو په ترڅ کې یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري څخه دبیا راتګ غوښتنه وکړه،چې دراتګ دغوښتنې هدف یې په حکومت کې دځانکړې برخې ورکول وه،دجان کري له دوهم ځل راتګ سره د دونوماندانو ډاکتر اشرف غني اوعبدالله عبدالله ترمنځ داسې توافق نامه امضاء شوه،که چیرته ډاکتراشرف غني په روانو ټاکنو کې بریالی شي نو عبدالله عبدالله ته به اجرایوي پوست ورکوي،چې ددې توافق نامې له امضاء سره سم عبدالله عبدالله دیاد پوست دصلاحیت په اړه خبري پيل کړې،چې ددوا ړو نوماندانوترمنځ لاتراوسه هم د اجرایوي پوست په صلاحیت پرېکړه نده شوې.

عطامحمدنورخوپه لومړي سرکې فکر کاوه،چې عبدالله عبدالله په روانو ټاکنو کې بریالی دی اوکه ناکام هم شي نوپه حکومت کې به د تیرپه څیر د یوپراخي ونډي څښتن وي،خوکله چې یې داجرایوي پوست دصلاحیت پرسر دعبدالله عبدالله چنې ولیدلې،چې له ډاکتر اشرف غنی سره یې وهي نوموړي خپله دنده(دبلخ له ولایت)پرښو وی او ټولې چاري یې خپل مرستیال ته و سپارلي،اودیوې خبري غونډې په ترڅ کې یې رسنیوته وویل:چې که ډاکتراشرف غني کامیاب شي نوموړی به دخپلو ملګرو په شمول پاڅون وکړي،دښاغلي نور داڅرګندوني د ایران په اشارې سره داسې ښکاره شوې،چې ګوندې دنوموړي په خبرو باندي یوځل بیا جان کيري وافغانستان ته راشي او په راتلونکي حکومت کې به نوموړي ته دیو پوست په ورکولوسره قناعت وکړي،خو دعطامحمدنور داخوب هم غلت وختی،چې دنوموړي دغو خبروته هیچا غوږ ونه نیولو،نویې دصلاح الدین رباني په شمول له عبدالله عبدالله سره په اجرایي پوست باندې خبري پيل کړې،اوله عبدالله عبدالله یې وغوښتل،چې ددوی څوکۍ ورته په راتلونکي نظام کې مشخصي کړي،چې ددې خبري په ځواب کې عبدالله عبدالله هم پاتي راغی او ونه توانېدی،چې نوموړو کسانوته قناعت ورکړي خویوازې ددې خوښتنه یې وکړه،چې په راتلونکي نظام کې به دغوپنځوکسانوته کلیدي پوستونه ورکول کیږي،چې نوموړي کسان هریو امرالله صالح، فضل احمد معنوي، یونس قانوني او بسم الله محمدي دنوي حکومت په کلیدي مقامونو وګمارل شي،ددې غوښتنې په ځواب کې یې مقابل لوري مثبت ځواب ونه وایه.

چې په دې حال کې یوځل بیا عطامحمدنوردنارنجي ترنامه لاندې دپاڅون اوبحران اخطار ورکړ،چې ددې اخطار له ورکړي سره سم یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته ویلي، دنارنجي اعتراضونو تر ګواښ وروسته په کابل کې د امریکا سفارت عطا محمد نور، امرالله صالح او امان الله ګذر ورغوښتي او ګواښ یې ورته کړی دی، چې که د پایلو تر اعلان وروسته که هر ډول ورانی وشو، نو ټول مسوولیت به یې ددوی پر غاړه وي،داکواښ په داسې حال کې شوی،چې عبدالله عبدالله له امریکایي استازو سره په خبرو کې خپله ماتې منلې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی،چې که په راتلونکي حکومت کې واوسي او یا نه، بحران جوړولوته ژمن نه دی، ده ژمنه کړې چې دخپلو معترضو ملګرو غږ به هم بدرګه نکړي.)

په داسې حال کې،چې عبدالله عبدالله امریکایي استازوته دخپلي ماتې خبر ورکړ،له بلې خوا داستاد سیاف له خپر شوي پیغام څخه داسي څرګندیږي،چې نوموړی په راتلونکي نوي نظام کې دخپلي برخي د روښانه کولو غوښوتونکی دی،چې نوموړي په خپل پیغام کې داسې ویلي دي: که نوماندان په یوه سیاسي جوړجاړي هوکړې ته ونه رسېږي او پایلې اعلان شي، نو حالات به نور هم بحراني شي. نوموړی وايي چې له سیاسي جوړجاړي وروسته دې پایلې اعلان شي.
سیاف پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړی د هېواد د لوړو مصالحو او له بحرانه د وتلو پلوی دی او په همدې خاطر په تمه دی چې په یو چوکاټ کې ستونزې حل او هېواد له بحرانه ووځي.

نوموړي ویلي دي،هر څوک چې بې له سیاسي جوړجاړي د ټاکنو د پایلو پلوي کوي اصلاً هېواد دناامنیو او بحران طرف ته بیایي چې بیا به يې خلاصون ناشونی وي.

په خبرپاڼه کې استاد سیاف ويلي،که چیرته له سیاسي جوړجاړي پرته د ټاکنو د پایلو اعلان به د یو وزري مرغه په څېر دولت رامنځته کړي چې هیڅ پرمختګ به نه شي کولای. ټولنې ته دخدمت امید خو لا اخوا پریږده.

سیاف په خپل دغه پيغام کې ویلي دي،چې زموږ تاکید پر دې دی چې باید پر دقیق فکر، او د هېواد لوړو مصالحو د خوندیتوب په خاطر لومړی یو سیاسي جوړ جاړی وشي وروسته د ټاکنو د پایلو دڅرنګوالي اړوند تصمیم ونیول شي.نوموړي داهم ویلي دي،چې تر نه رسېدلو ناوخته رسېدل ښه دي.

دعبدرب الرسول سیاف دا څرګندوني په داسي حال کې خپریږي،چې لا هم د ټاکنو دپایلو اړوند د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله قناعت نه لري. اودعبدالله عبدالله ټیم په پوره ټینګار ویلي دي چې دوی ته به د ټاکنو پایلې دمنلو وړ نه وي.

اوس مهال سل په سلو کې درایو تفتیش مکمل شوی، چې ددې بهیر له بشپړتیا سره داسي څرګندیږي،چې دتحول ټیم تر همپالنې خورا مخکې دی او دغه جوت توپیر ددې سبب شو، چې ملګري ملتونه او امریکا دپایلو منلو په اړه په همپالنې ټیم فشارونه زیات کړي.

ملګرو ملتونو او امریکا همپالنې ټیم ته ویلي، چې نور یې دهېڅ ډول غیرقانوني غوښتنو اورېدو مجال نشته. راپورونه وایي، چې تر راتلونکې چهارشنبې به دانتخاباتو اخري نتیجه معلومه شي او بریالی لوری به دکار پیلولو تابیا ونیسي.

زه په دې فکر یم،چې امریکا نور هغه هدف ته رسېدلې ده کوم،چې یې په نوي نظام کې حاکمیت په نظرکې وو،او هغه بې اعتمادي دافغان ولس په راتلونکي نظام باندي سل په سلوکې ثابته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x