نن په انځورونو کي

د پغمان په پېښه کې د تورنو کسانو علني محاکمې انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان په ستره محکمه کې په یوه علني محاکمه کې پر بې ګنا ښځو جنسي تیري کوونکي په اعدام محکوم شول.

د دغو تورنو کسانو  له ډلې نه پنځه تنه د تښتونې او غلا په خاطر په پنځلس کاله بند او د مسلحانه برید او د زنا د جرم د ثبوت په خاطر په اعدام محکوم شول.

له دې اووه کسیزې ډلې نه دوه نور د زنا د جرم د نه اثبات په خاطر بری، مګر د تښتونې په خاطر په شل کاله بند او په مسلحانه غلا کې د ګډون په خاطر دوی هم په اعدام محکوم شول.

په ننۍ علني محاکمه کې تورنو، د هغوی مدافع وکیلانو، ځینو نورو زیانمن شویو خلکو او تر برید لاندې شویو مېرمنو هم خبرې وکړي.

د محکمې د فرمان له مخې دغه محکمه لومړنۍ «ابتدايي » ده او نورو محاکمو ته به په تمه یو.

په ورته وخت کې په خوست، هرات او کابل ښار کې هم پرون او نن ګڼو لاریون کوونکو له دولتي مسوولینو نه د دې پېښې د عاملینو د سختې سزا غوښتنه کوله.

10
د پغمان په پېښه کې ککړ کسان نن په داسې حال کې محکمې ته راوستل شو چې سرونو ته يې تورې خلتې ور اچول شوې وې.
15
دغو څو تنو چې د پولیسو یونیفورم يې په تن او مسلح وو، د زمري په یو دېرشمه پغمان ته څېرمه په ده عربان سیمه کې له یو واده څخه راستنېدونکو څلورو تنو مېرمنو د شپې تر دوو بجو جنسي تېري کړي دي. او د هغو زېورات هم يې ترې لوټ کړي دي.
13
په ننۍ علني محاکمه کې تورنو کسانو ته وخت ورکړل شو څو د ځان صفايي وکړي.
1
په دوی کې یو شمېر کسان د زنا بالجبر له دوسیې بري الذمه شول خو په غلاګانو او تښتونه کې ورته د اعدام او بند سزا ورکړل شوې.
7
تورونو کسانو ته د استیناف حق ورکړل شوی.
3
ننۍ محاکمه په زیات شمېر تلویزوني کانالونو کې په ژوندۍ بڼه خپریدله

5 6 9 14

11
په عین حال کې په کابل، هرات او نورو ولایتونو کې یو شمېر مدني فعالانو په مظاهرو لاس پورې کړی و او د عاملینو ته د اعدام سزا غوښتنه یې کوله

2

16

22

17

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد شعیب نسیمی

زما په نظر دا کسان که علنی اعدام شی نو دابه د محترم جمهور ریس حامد کرزی د دوری یو له نه هیریدونکو کارونو څخه وی او ټول خلک به ورباندی ډیر خوشحاله شی او زما په آند که دا خلک اعدام شی نو په جنایی جرمونو کی به حتما ډیر کموالی راشی او دا به د جنایت کارانو لپاره د عبرت وړ شی خو په افغانستان کی ددی جنایت کارانو اعدام زما په آند …………………………………………………… ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x