fbpx

د ایرلینډ د سفارت څخه د اوباما رخصتي په مسخره بدله شوله – ویډیو

Vancouver Canucks fans pose with a poster of U.S. President Barack Obama during Game 5 of the NHL Western Conference Final hockey playoff game against the San Jose Sharks in Vancouver, British Columbia May 24, 2011.نن ټکی آسیا: د څو ورځو راهیسی اوباما د اوروپا په سفر وتلی، لومړی ایرلینډ او بیا برتانیې ته ولاړ..

تیره دو شنبې نومړي په ایرلینډ کي خپل د هیواد سفارت ته ورغلی وو، او کله چي د سفارت څخه را وتی، نو زیات شمیر وګړي ورته ولاړ وه چي رخصت يي کړي، او یو څرک يي وویني، مګر کله چي اوباما په خپل موټر کي سپور وو، او د سفارت څخه د وتلو په حال کي وو، موټر يي په ګیټ کي بند سو، او قسم یی واخیست که یو قدم مخکي هم ولاړ سي..

اصل کي د اوباما د لیموزین ډوله موټر د سفارت خاني د دروازي پر جمپ (پول چک) سینه ولګوله، او هغه يې ځای شو، موټر چلونکي هر څه هسي وکړي چي موټر ته قناعت ورکړي چي روان شي، خو موټر تلو ته تیار نه وو.

دباندي چي کوم کسان د اوباما رخصتی ته تیار ولاړ وه، په هغو کي خندا ګډه سوله، او ښه تفریح يي وسوله، خو د اوباما د لیدو څخه بې برخي پاتي شول.

ځکه چي د مسټر اوباما ساتونکو ددې لپاره چي نوموړی دخپلي میرمني سره یو بل موټر ته انتقال کړي، ددوی مخته یو غټ بس د پردې لپاره ودروی.. او اوباما يې په بل موټر کي ددغه ځایه څخه بوتلی.

لاندي يي ویډیو کتلای شی:

{youtube}3BvABn7L_So{/youtube}

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د