افغانستان

ننګرهار کې د ناټو شپاړس اکمالاتي ټانکر سوځول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت مومند درې او غني خيلو ولسواليو کې د بېلابېلو بريدونو او نښتو په ترڅ کې د ناټو شپاړس اکمالاتي ټانکر سوځول شوي دي.

راپورونه وايي، چې د غني خيلو ولسوالۍ په ۲۶ او ۲۷ وياله سيمه کې د تورخم جلال اباد پر لويه لار طالبانو د ناټو پر اکمالاتي ټانکرو وسله بريد وکړ، چې نتيجه کې يې اته ټانکر وسوځول شول.

کابل نه راتلونکي د پيښې يو عيني شاهد نن ټکی اسيا ته وويل، چې طالبانو د ناټو پر ټانکرو د سپکو او درنو بريدونو پيل کړل، چې دې سره سيمه کې وېره او ترهه خپره شوه او د تورخم جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ د نيم ساعت لپاره تړل شوې وه.

خبر زياتوي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو عسکرو او پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عين حال کې د مومند درې ولسوالۍ هزارناو او باسول تر منځ سيمو کې هم طالبانو د ناټو پر اکمالاتي ټانکرو وسله وال بريد کړی، چې نتيجه کې يې يو شمېر ټانکر سوځول شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې وينا پاڼه کې د يادو برېدونو مسؤوليت منلی دی.

ښاغلی مجاهد زياتوي، چې د مومند درې او غني خيلو دواړو بريدونو کې د ناټو شپاړس اکمالاتي ټانکر سوځول شوي دي او د يادو بريدونو په ترڅ کې دوه عسکر وژل شوي، درې ټپيان دي او د ملي اردو يو عسکر ژوندی نيول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x