افغانستان

اشرف غني او عبدالله د اوباما په «امر» سبا له یوه بل سره ګوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دواړو نوماندانو غوښتي څو سبا له یوه بل سره وګوري.

په داسې حال کې چې ټاکنیزې شخړې اوج ته رسېدلي، ولسمشر اوباما دواړو نوماندانو سره جلا جلا تلیفوني خبرې کړي.

د احمدزي او عبدالله ټاکنیز ټیمونو وايي چې دغه تلیفوني خبرې تېره شپه وشوې او ټاکل شوې چې دواړه نوماندان به له یوه بل سره وګوري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو غړي سید اغا حسین سنچارکي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې اوباما په دغو تلیفوني خبرو کې چې ۴۰ دقیقې يې دوام درلود ویلي دي چې د ملي وحدت د حکومت ملاتړ کوي.

سنچارکي لیکلي چې ولمسشر اوباما ضمنا تاکید وکړ چې د اختلافي نکتو د حل لپاره دې د اشرف غني سره وګوري.

سنچارکي زیاته کړې چې اوباما عبدالله ته وړاندیز وکړ چې دوی حاضر دي چې د روانو ستونزو د حل لپاره جان کیري او یا دده د دفتر رییس افغانستان ته ولېږي خو عبدالله يې په اړه څه ونه ویل.

نوموړی وايي چې د اوباما په غوښتنه عبدالله عبدالله به سبا دوشنبه یو ځل بیا د اشرف غني احمدزي سره وګوري.

د سنچارکي د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې وه چې نن /یکشنبه/ دوی خپل وروستۍ پریکړه اعلان کړي خو د نړیوالو غوښتنو له امله یې بلې ورځې ته وځنډوله.

په عین حال کې د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي محمد طاهر زهیر ویلي چې اوباما تېره شپه د اشرف غني احمدزي سره په تلیفون وغږید. نوموړی زیاتوي چې اوباما له اشرف غني وغوښتل چې په هغه توافق چې جان کیري په منځګړیتوب ترسره شوی و باید عمل وکړي.

نوموړي وویل چې اوباما ورته وویل چې امریکا تیاره ده څو د افغانستان ټولې ټاکنیزې ستونزې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې حل کړي.

اوباما دا خبره په دا په داسې حال کې کوي چې په ټاکنو کې څو وار د امریکا او ټاکنیزو ټیمونو لخوا د اساسي قانون مادې تر پښو لاندې شوي دي.

د زهیر په وینا اوباما ټینګار وکړ چې څومره زر کیدلای شي د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ امنیتي تړون لاسلیک کړي.

زهیر زیاته کړه چې شاید په سبا لېدنه کې د اجراییوي صلاحیتونو په اړه خبرې اترې وشي.

د زهیر د معلوماتو پر اساس د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم غواړي چې اجراییوي رییس د کابېنې مشر شي، خو دغه غوښتنه د اساسي قانون سره په ټکر کې ده او ځکه يې دوی منلو ته اړتیا نه لري.

د یادونې وړ ده چې تر ټاکنو وړاندې افغانانو ټاکنې «امریکايي پروسه» بللې وه او ویلي وه چې رایه هیڅ اعتبار نه لري چې ورځ تر بلې يې دغه وینا په ثبوت رسیږي.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست هم تر ټاکنو وړاندې ویلي وه چې افغانستان کې انتخابات نه؛ انتصابات ترسره کیږي، ځکه نو دې څوک انتخاباتو ته ډیر خوشبینه کیږي نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x