افغانستان

کندهار: د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): لږه شېبه وړاندې مو خبر تر لاسه کړ چې په یوه سرتیري برید کې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو.

راپور کاږي چې برید د یو سرتیري له لوري تېر ماسخوتن ۹:۴۵ بجې د امنیه قومندانۍ دننه په داسې حال کې ترسره شو چې امنیه قومندان عبدالمناف او پولیس په ډوډۍ راټول شوي وو.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني د برید پخلی کړی او ویلي يې دي چې په سرتیري برید کې قومندان مناف او د ده دوه ساتونکي وژل شوي او ۶ نور پولیس ټپيان شوي دي چې د ۲ حالت د اندېښنې وړ دی.

ضیا زیاتوي چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړي چې څه ډول برید کوونکی توانېدلی چې امنیه قومندانۍ دننه ننوځي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په سرتیري برید کې يې د قومندان په مناف په شمول ۱۰ عسکر وژلي او ۸ نور يې ټپیان کړي دي.
احمدي زیاتوي چې برید د دوی یو ملګري ملا مصطفی د واسکټ پر مټ کړی دی.

دا لومړی وار نه دی چې په کندهار کې طالبان دا ډول بریدونه ترسره کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم څو وار دغه ډول تکتیک څخه کار اخېستی او خپل مخالفین یې له منځه وړي دي.

تر دې وړاندې د کندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد هم په ورته برید کې د امنیه قومندانۍ دننه وژل شوی و او جنرال رازق له دغه ډول بریده روغ وتی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x