نړۍ

عراقي ولسمشر: د امريکا مرسته غواړو، خو ځمکنۍ مداخله نه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د عراق ولسمشر فواد معصوم وايي، چې دوی د امريکا او نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري، مګر د اسلامي دولت پر ضد د امريکا ځمکنۍ مداخله نه غواړي.

فواد معصوم سي ان ان تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل چې که امريکا، عراق او سيمه ييز هېوادنو په ګډه د اسلامي دولت پر ضد لاسونه سره يو کړي، نو ډېر ژر به دغه دولت ته ماتې ورکړي.

ښاغلي معصوم پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې عراق اوس د فلج په حالت کې دی او که د اسلامي دولت پر ضد جدي ګامونه پورته نه شول، نو ډېر ژر به دغه دولت د سيمې هېوادونه هم ونيسي.

فواد معصوم زياتوي، «موږ ډېر څه ته اړتيا لرو. موږ متخصصينو، وسلو او نورو اړينو شيانو ته اړتيا لرو او دا هم بايد د يو تړون له مخې موږ ته راکړای شي. موږ خادمانو او ځمکنيو عسکرو ته اړتيا نه لرو»

فواد معصوم هيله من دی، چې اسلامي دولت به ژر تر ژره له منځه ولاړ شي.

عراقي ولسمشر وايي « د اسلامي دولت پر ضد بايد ژر تر ژره او هر وخت پر هر ځای کې عمليات وشي او که ممکن وه، دوی به سوريه کې هم بشارالاسد سره په سلا مشوره د اسلامي دولت پر ضد خپل عمليات کوي »

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ سعودي عربستان اعلان وکړ، چې د هېواد شمال کې د عراق سرحد سره په نهه سوه کيلومټره خاوره ازغن تار لګوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې سعودي حکومت سره وېره پيدا شوې، چې کېدای شي، د عراق او شام اسلامي دولت د خپلو پرمختيايي پروګرامونو پر ترڅ کې د سعودي عربستان خاورې ننوځي او له همدې امله سعودي پرېکړه کړې، چې عراق سره پر خپل نهه سوه کيلومټره شمالي سرحد ازغن تار، څارونکې کامرې او راډارونه ولګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد خان هیواد وال

د نن ټکی اسا ټولی خپرونی په زړه پوری دی کارکونکو ته یی د لوی خدای ج له در بار څخه ډیر بریا لیتوبونه غواړم .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x