افغانستان

که د نوماندانو ترمنځ نننۍ خبرې بې پایلې شي، بد عواقب به ولري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په ټاکنیزو ناندریو کې د اصلاحاتو او همپالنې ډله وايي چې که د دواړو نوماندانو ترمنځ نننۍ خبرې بې پایلې واوسي نو بد عواقب به ولري.

د دې ډلې ویاند فضل الرحمان اوریا له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې که چېرته نننۍ خبرې پایلې ونه لري نو د بدو عواقبو مسوول به مقابل لوری وي.

نوموړي وویل چې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ډله باید د امریکا په منځګړيتوب شوې پرېکړه ومني.

ویل کېږي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د تېرې ورځې د تلیفوني امر په اساس نن دواړه نوماندان په خبرو دي او ښايي د ګډ حکومت په لانجمنه مسئله ـ اجرایوي پوسټ ـ یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله د یاد پوسټ په ترلاسه کولو سربېره وايي چې د کابیني مشرۍ دې هم ورکړل شي.

په مقابل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډله بیا دغه کړنه د اساسي قانون خلاف بولي، د دې ډلې یو غړی صدیق پتمن وايي چې دوی له مقابل لوري هم د قانون درناوی غواړي.

په داسې حال کې چې د داوړو نوماندانو ترمنځ د جان کېرې په پرېکړه کې اجرایوي پوسټ زیات شوی، چې په اساسي قانون کې هیڅ شتون نه لري.

ویل کېږي چې د داړو نوماندانو ترمنځ به دغه خبرې تر غرمې پورې روانې واوسې.

ټاکنیزو ناندریو عام وګړي خورا اغېزمن کړي دي، د چارو د شنونکو له نظره د نړۍ په سطحه دې اوږدو ټاکنو په افغانستان کې په ډیموکراسۍ باندي یوڅه موجود باور هم له منځه یووړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x