
بدخشان: چاودنې ۶ عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال ولایت بدخشان کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۶ عسکر وژل شوي او ۳ نور يې ټپیان شوي دي.
د بدخشان ولایت امنیه قومنذانۍ آمر سمونوال سید عبدالقدیر صیاد ویلي چې دغه چاودنه پرون ماښام په بهارک ولسوالۍ کې د اردو په یوې رینجرې وشوه.
نوموړي زیاته کړه چې د چاودنې له امله ۶ سرتیري ووژل شول او رینجره هم له منځه ولاړه.
د بهارک ولسوالۍ ولسوال عبدالسمیع عتیق هم د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ملي اردو رینجر موټر د بهارک ولسوالۍ څخه وردج ولسوالۍ ته روان و چې د سړک د غاړې ماین ښکار شو.
عتیق زیاته کړه چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.
طالبانو ددغې چاودنې مسوولیت منلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا په چاودنه کې ۹ عسکر وژل شوي او یو عسکر مرګونی ټپي دی.
مجاهد زیاتوي چې دغه چاودنه بېګا ماسخوتن ۸ بجې په پل یرداد نومې سیمه کې د ملي اردو په یو رینجر موټر وشوه.
بدخشان په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې زیات شمېر سیمې یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او څو وار يې ځينې ولسوالۍ په بشپړه توګه هم نېولي دي.