نړۍ

عربي هېوادنو د اسلامي دولت پر ضد د ګډو عملياتو پرېکړه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د عربي هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې د اسلامي دولت پر ضد به ټول په ګډه عملي ګامونه پورته کوي او د نړيوالو په مرسته به د اسلامي دولت واک او ځواک له منځه وړي.

د مصر پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو وويل، چې اسلامي دولت د عربي هېوادنو او ولسونو امنيت لپاره ستر ګواښ دی او دوی بايد د اسلامي دولت لوژيستيکي، مالي او بشري سرچينې کنګل کړي او په ګډه يې پر ضد عمليات وکړي، تر څو عربي هېوادنو لپاره د پېښېدونکي امنيت مخنيوی وشي.

په عين حال کې د عراق ولسمشر فواد معصوم هم خبرداری ورکړی، چې که عربي هېوادونه د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره لاسونه سره يو نه کړي، نو اسلامي دولت به ډېر ژر د عربي هېوادنو پر لور وخوځيږي او د خپل واک سيمه به نوره هم پراخه کړي.

اوباما هم راتلونکې چهارشنبه د اسلامي دولت پر ضد خپله کړنلاره اعلانوي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د اسلامې دولت پر ضد به خپله کړنلاره راتلونکې چهار شنبه اعلان کړي.

د امريکا ان بي سي تلويزون د ولسمشر بارک اوباما له قوله وايي، چې د سې شنبې په ورځ به کانګريس ته وينا کوي او د چهارشنبې په ورځ به د اسلامي دولت پر ضد خپله کړنلاره اعلان کړي.

اوباما ان بي سي تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سيمې ټول سني هېوادونه بايد د اسلامي دولت پر ضد سره يو شي.

اوباما په ځانګړې توګه د سعودي عربستان، ترکيې، اماراتو او اردن نومونه ياد کړي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د عربي هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د امريکا په غوښتنه تره سره شوې او غواړي، چې د امريکا په مرسته د اسلامي دولت پر ضد عملي ګامونه پورته کړي.

امريکا له عربي هېوادنو غوښتي، چې دوی لپاره ستر ګواښ ايران نه، بلکې اسلامي دولت دی او دوی بايد د اسلامي دولت پر ضد عملي ګام پورته کړي او اسلامي دولت له منځه يوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x