افغانستان

ټاکنیزو ناندریو بازار ته زیان رسولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد دویم پړاو ټاکنې د روان کال د جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې چې لا يې هم پایلې نه دي معلومې؛ د کابل ښار ګڼ ښاریان دا د دولتي مسوولینو او بهرنیو واکدارانو یوه قصدي پروسه بولي او وايي چې د نوماندانو شخصي ګټو د خلکو په ټولنیزو ګټو او ټول بازارا خورا بد تاثیر کړی دی.

خالد د میدان ښار اوسېدونکی دی او پامير سینما ته څېرمه د رخت پلورنې دوکان لري، نوموړي نن ټکي اسیا ته وویل چې ټاکنیزو ناندریو په هره سطحه تاثیر کړی دی او آن زموږ په ټوکر پلورلو يې بده اغېزه کړې ده. د هغه په خبره وړاندې تر دې به دوی ته په ورځ کې پنځه زره افغانۍ په متوسط ډول پاتې کېدلې، خو د ده په قول د ټاکنیزو ناندریو په اوږدېدو د دوی ګټه کمېږي او داسې ورځ هم راغلې چې یواځې دوه سوه افغانۍ ګټه يې کړې ده.

په ورته وخت کې وفي الله چې په څنګلوریو کې په ډګروال مشهور دی هم ورته نظر لري، هغه له خالد سره څېرمه دوکان لري او وايي چې ټاکنو دخلکو په اقتصادي وضعه بده اغېزه کړې ده اودا چې ټولنیز سیستم سره تړلی دی، ځکه خو د یو دفتري سړي معاش کمېدل زموږ سودا هم کمزورې کولای شي.

وفي الله د نن ټکي اسیا ددې په پوښتې په ځواب کې چې دوی خو نه شرکتي کاروبار لري او نه يې هم د داسې شیانو دوکان دی چې ورته خراب به شي نو بیا ولې دې ناندریو ته په اندېښنه کې دی؟ وویل: د میاشتې پنځلس زره یواځې د دوکان کرایه ده، دوه زامن مې په شخصي ښوونځي کې دي د هغوی مصر او د خپل کور کرایه؛ دا خو ټول چلول غواړي. چې دا کرايې درپسې وي او عاید ونه لرې نو سړی به څه کوي.

د کابل ښار په بېلابېلوساحو کې په یوه ورځ کې د سون او خوراکي توکو بیې لوړېږې او ښکته کېږي. د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې تر اختر وړاندې د یو کیلو ګاز بیه پنځه پنځوس افغانۍ وه، چې اوس نږدې ديوې اوونۍ په دننه کې تر نوي افغانیو ورسېده او بېرته اویا افغانۍ ته راښتکه شوه، په داسې حال کې چې د کابل په نوي ښار کې د یو کیلو ګازو بیه یوسل څلویښت افغانۍ ته ورسېده.

نه یواځې دا چې په ښار کې دوکاندار د ټاکنیزو ناندریو له بده تاثره سر ټکوي، بلکې هغه کسان چې د سړک په غاړه خوراکي، زیوراتي یا هم سون توکي خرڅوي هم ورته شکایت لري.

په خوشال مېنې ته څېرمه د شاداب ظفر بلاکونو مخامخ د دوو سړکونو په منځ کې یو هندواڼه پلورونکي په سوړ اسویلي نن ټکی اسیا ته وویل: کارونه په ټپه ولاړ دي، ولاکه به څوک هندواڼو اخیستوته زړه ښه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دویم پړاو د ټولو رایو تفتیش پای ته رسولی دی او ممکن په څو ورځو کې د ټاکنو پایلې اعلان شي.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې یوځل بیا ګواښ کړی چې دوی ته دغه د تفتیش پروسه ترسیاسي سیوري لاندې ښکارېده ځکه خو ورته دمنلو وړ نه ده.

تېره شپه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په تلیفوني خبرو دواړه نوماندان پخپل منځ کې کېنستو او جوړجاړي ته امر کړي دي.

ویل کېږي چې د اصلاحاتو او همپالنې ډله به نن خپل وروستی دریځ اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x