نظــر

د غزني وارخطا مفتي!

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

تېره پنجشنبه د غزني په ښار کې د ملي امنیت په ریاست، چټک غبرګون په قطعې او ځینو نورو دولتي تاسیساتو ډله ییز سرتېری برید وشو. د دې برید جزییات تر اوسه پورې نږدې ټول خپاره شول، خو بېګاه شپه په طلوع نیوز کې د غزني والي عجیب خوندور اعترافات وکړل او ډېرې زورورې ټاپې يې ولګولې.

د موسی خان اکبرزاده تر خبرو وړاندې په یوه لنډ راپور کې د غزني امنیه قومندان خپل حیثیت ښکاره کړ، هغه لکه بې وسه ښځه د مقابلې پر ځای ښکنځلو ته زور ورکړ او په پوره ویاړ يې وویل چې:
«ما برای اینها صرف یک نام داریم، که آن خرمرګها هستند، اګر که این نام توهین به خرها است.»
له دې یوې جملې نه،په غزني کې د اداري چارواکو اخلاق، منطق، وېره، وارخطايي او بې وسي پوره را ښکاره کېږي. آن د دې جملې په وسیله کولای شئ د دې ډله ییز سرتېري برید زور اندازه کړئ!

وروسته د طلوع نیوز وچ خولي اکبرزاده ته مخ کړ او ترې يې وپوښتل چې څومره تاسې دې بریدګرو ته کوم نوم ورکوئ؟ د غزني معظم مفتي (!) صیب خوله خلاصه کړه او سمدلاسه يې خپله وارخطايي ترې ښکاره شوه؛ هغه څو ځلې تکرار کړه چې دا خلک نه مسلمانان دي، نه د مسلمانانو عزت معنی ورته لري!

کېدای شي دوی ته مسلماني بله معنی ولري خو جالبه دا وه چې د دوی په مسلماني کې دومره زور نه و، چې د دوی په خبره د یوولسو نامسلمانو مخه يې نیولې وای، دا یو عجیب متضاد منطق دی، چې هم ځان د یو ښه مسلمان ادعا کوي او هم د مسلمانۍ پر بنسټونو د ملنډه وهونکو ملګرتیا!

د غزني له مفتي(!) صاحبه هېر دي، چې په دیارلس کاله کې د غزني ولس په دې ډېر ښه پوهېدلی چې د دولت مسلماني یعني څه؟ خلک پوی شوي چې تاسې مسلماني دې ته وایاست چې د اندړو لطف الله دې په رشیدخېلو کې په رڼا ورځ د خلکو په نامسونو تېري کوي، ستاسې مسلماني داده چې د قربا مداعظم دې په رڼا ورځ ښایسته هلکان له دوکانو په زور له ځانه سره وړي!!!

د غزني مفتي (!) صیب په نره اعتراف وکړ چې دغه ډله ییز سرتېری برید په تېرو ټولو کلونو کې نه دی شوی، هغه پر دې سربېره چې خپل کرایه شوي چرسیان يې ستایل پر دې اعتراف کاوه چې په ټول ښار کې يواځې دوه دولتي ودانۍ بې تاوانه پاتې شوي دي، نور نوپه ټول ښار کې هیڅ دولتي ودانۍ بې تاوانه نه ده پاتې شوی.

د غزني د مفتي(!) صاحب له دې اعترافه ښکاري چې  د بریدګرو برید ډېر پر خپلو اهدافو ترسره شوی او په سهار پنځه بجې په دولتي تاسیساتو کې دروغجن فرهنګي اربکیان د ملکیانو د ژوبلې دعوې هم نه شي کولای.

جالبه داده چې په دې زورور برید کې یو تن ملکي وګړي ته هم زیان نه دی اوښتی، او که چېرته یو څوک په کیلومترو لرې په خپل کورکې په کومه شیشه زخمي شوی وای، نن به يې فیسبوک عکسونو نیولی و.

که څه هم دغه برید د ننګرهار له برید وروسته شوی دی، خو په دومره لنډ وخت کې د طالبانو د دویم داسې زورور برید پلان، ترتیب او بیا دومره دقیق تطبیقول دا زېری راکوي چې ډېر ژر به د ښارونو ناوې د سپین محمدي بیرغ د رپېدو ویاړ ولري. ان شا‌ء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
maiwand

کور دې ودان. په تا به يې هم ډزې کړې وي.

maiwand

آفرین او ستا پر کورنۍ تربیه.

احمد

آفرین دې په مور او پلار شه په رښتیا هم چې ډیره ښه تربیه یې درکړې ده او مور او پلار به دې هم ستا په شان بې تربیې او بې دینه وي. آرمان چې نوم د میوند نه وای او زما په نظر ستا نوم باید ابوجهل وای. دې امریکایانو نه مو دا زده کړي دي زمونږ د څوارلس سوو کالو دښمنانو سره چې مینه او محبت کوی همدا به مو انجام وي، الله جل جلاله مو د قیامت په ورځ له خپلو خارجي ملګرو سره یوځای حشر کړه ځکه ستاسو دوستان، دښمنان، سیاست، ګټه او تاوان سره شریک… نور لوستل »

فيضي

جاليبه خو لاداده دامريكا په امرسره هر كار تر سره كول دا د دوي مسلماني ده ابله شفه هم يو په امريكا زغ كي ميلمه وو ول زموز قانون اسلامي دي پدا١٤كاله مو كم كا ر دشريعت فه چوكات كي كري دي مفكي جاله) ايا يو زناكارسنگسارسو ايا يو لواتت كار تر ديوال لاندي سو ايا دكم غله لاس فريشو اياكم رشوت خور زجر شو او كه مو خپل يو بادار پركورونو اوكلو دماشمانو دعامه قتلونو په جرم كم كافر دملكه باهر كي هو دا يو كار مو منم دطالب په نامه مو دير مسلمانان زجر كرل او ديري مندي… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x