افغانستان

دواړو نوماندانو د اوباما په «امر» ولېدل خو پایلې ته ونه رسېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن سهار دواړو نوماندانو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر ټاکنیزو شخړو ته د پای ټکي کېښودلو په موخه وليدل.

وروستي راپورونه وايي چې دواړو نوماندانو سره ليدلي خو کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

ویل کیږي چې دواړو نوماندانو سهار ۱۰ بجې سره وکتل او ۲ ساعته خبرو اترو وروسته کومې پایلې ته ونه رسېدل.

د دواړو ټاکنیزو ټیمونو تر منځ اختلاف د اجراییوي رییس د صلاحیتونو پر سر دي.

د عبدالله عبدالله ټیم وايي چې د کابېنې مشري دې اجریيوي رییس ته وسپارل شي؛ خو اشرف غني احمدزي ټیم دغه کار د اساسي قانون پر خلاف بولي او وايي چې دوی د اساسي قانون پر خلاف هيڅ یو عمل کولو ته تیار نه دي.

عبدالله عبدالله په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي چې نن غرمه ۳:۳۰ بجې په یوې خبرې ناسته کې خپله وروستۍ پریکړه اعلانوي.

پرون سهار د ډاکتر عبدالله د ټیم ویاند مجیب الرحمن رحیمي لیکلي و چې ښايي عبدالله عبدالله نن حکومت اعلان کړي؛ خو رحیمي وروسته بیا وویل چې د «نړیوالو» په غوښتنه يې د حکومت اعلانول ځنډولي دي.

ولسمشریزې ټاکنې چې شاوخوا ۶ میاشتې وړاندې ترسره شوي تر دې مهاله یې لا وروستۍ پایلې نه دې اعلان شوي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ۲ ځل کابل ته راغی او دواړه نوماندان يې پر یوه ګډ حکومت جوړولو سره پخلا کړل؛ خو سربېره پر دې هم په څوکیو د دواړو نوماندانو تر منځ لانجې رواې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالحی

هیس شرم نلری
د افغانانو نوم یی بد کو

سباوون شیرزاد

الله دی دوی وشرموی چی تولی دنیا ته یی سپک کرو خی پیسی یی پیدا کری دی دی ګل مرجان خو هیس مرخت یی نشته

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x