ورزش

د کرکټ نړیوالو سیالیو کې څوک افغانستان ننګوي؟

د کرکټ یوه ورځنۍ نړیواله سیالي د ۲۰۱۵ز کال د فیبرورۍ په میاشت کې پیلیږي.

دغه سیالي هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي، چې مخکې ځل ۲۰۱۱ز کال د فیبرورۍ ‎میاشت ۱۹مه کې تر سره شوی وو، چي افغانستان پکې ګډون نه درلود. دا ځل یوې ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ته افغانستان هم لاره موندلې، چي دغو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون ۱۴ هیوادونه لوبې تر سره کوي . دغو سیالیو ته افغانستان د لومړي ځل لپاره لار موندلې ده.

دغو سیالیو کې ټول ګډون کوونکې هیوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي:
د الف ګروپ هیوادونه عبارت دي له: افغانستان، انګلستان، استرالیا، سریلانکا، بنګله دیش، نیوزیلینډ او سکاټلینډ څخه.

ب ګروپ کې: جنوبي افریقا، هند، پاکستان، وسټ انډیز، زیمبابوي، آیرلینډ او متحده عربي امارات هیوادونو لوبډلې شاملې دي.

د یوې ورځنۍ نړیوالې سیالۍ لومړۍ لوبه د سریلانکا او نیوزیلینډ تر منځ ده چي د ۲۰۱۵ز د فیبروري میاشت په ۱۴مه پیلیږي.

دغو نړیوالو سیالیو کې به افغانستان په لومړي پړاو کې له پنځو هیوادونو سره لوبې وکړي.

د افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دیش سره مخامخ کیږي. دغه لوبه د فیبروری میاشت په ۱۸مه کانبرا ښار کې پیلیږي.

د افغانستان دوهمه لوبه د سریلانکا په خلاف د فیبروري میاشت په ۲۲ مه د دوندین په ښار کې ده.

د افغانستان درېیمه لوبه د سکاټلینډ په خلاف د فیبروري میاشت په ۲۶ مه د دوندین په ښار کې ده.

د افغانستان څلورمه لوبه د استرالیا په خلاف د مارچ میاشت په ۴ مه د پیرت په ښار کې ده.

د افغانستان پنځمه لوبه د نیوزیلینډ په خلاف د مارچ میاشت په ۸ مه د نپییر په ښار کې ده.

افغانستان توانیدلی په یوه ورځنۍ سیالي کې بنګله دیش هیواد یو ځل او سکاټلیند په څو څو ځله مات کړي. راتلونکې یوې ورځنۍ سیالي کي به هم افغانستان د بنګله دیش او سکاټلینډ هیوادونو پر وړاندې ډیر چانس ولري نسبت استرالیا، سریلانکا او نیوزییلنډ ته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x