دطالبانوپه څېر دجانکټ ( کوټ ) اغوستلو په تور درې کاله بند

guantanamo460x300وکی لیکس په تازه انکشاف کې څرګنده کړې ده چې دعبدالباقي په نوم یوافغان بزګرتش په دې تورچې دطالبانوپه ډول جان کټ ( کوټ ) یې په غاړه وو درې کاله دګونتاناموپه زندان کې بندتېر کړ.‎،  اودرې کاله وروسته  امریکایی چارواکو ددې باورپه ترلاسه کولوسره هغه خوشي کړچې ګواکي هغه طالب نه بلکې هغه کوټ  يې په غاړه کړی دي چې عموما یې طالبان اغوندي .

 

په انکشاف کې ویل شوي دي چې دګونتاناموپه زندان کې تراته سوه زیات بندیان یاخوبیخي طالبان نه دي اویاهم دډېرې ټيټي کچې طالب جنګیالي دي ، اوامریکايې پلټونکوله هره رنګه تعذیب اوشکنجونه په کاراخستلو سره بیاهم پردوي کوم تورثابت نه کړای شو. اونژدي ټول دعبدالباقي په  څېر مجرمان دي .

په انکشاف کې ویل شوي دي چې امریکايې استخباراتو دملیاردونو ډالرو له لګښت سره سره بیاهم تراوسه په دې نه دې بریالي شوي چې دطالبانودمشرملامحمدعمرمجاهد اویاهم دالقاعده د مشر اسامه بن لادن دځای ځایګي په اړه معمولي غوندي درک هم ځان ته مالوم کړي اوپه دې کارکې تراوسه له بشپړه ناکامي سره مخ دي .      

ندیم (توخي )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د