ټکنالوژي

اوس د خوړو وسایل هم مزه څکلی شي!

«چوپ سټکس» د هغو دوو لرګیو انګلیسي نوم دی، چې چینایان یې په مرسته خواړه خوري.

چینایي ټیکنالوژيکي کمپنۍ «بیدو» د ډوډۍ خوړلو نوی چوپ سټکس جوړ کړي، چې خوړونکي ته په خواړو کې د استعمال شوو غوړيو په اړه معلومات ورکوي.

د دې «چوپ سټکس» استعمالوونکي کسان له بې کیفیته غوړیو ژغورل کیږي.

د بیجنګ کلنۍ غونډه کې بیدو کمپنۍ خپل نوی د کالیو په څیر اغوستونکی هیډفون هم معرفي کړ، چي کولای شي د ګوګل کمپنی عینکو سره رقابت وکړي.

بیدو آیي نومې هیډفون کې یوه کامره ځای پر ځای شوې چي معلومات غوږ او یا اسمارټ فون ته انتقالوي.

د بیدو کمپنۍ هیډفون او چوپ سټکس تر اوسه بازار ته نه دې وړاندې شوي او د وړاندې کیدو نیټه یي هم معلومه نه ده.

د چوپ سټکس د اعلاناتو په برخه کې بیدو کمپنۍ یوه ویډیو جوړه او خپره کړې ده، چې ښيي څنګه دغه چوپ سټکس د مختلفو خوړو د حرارت درجه، پکې موجود صحې مواد او خوړو د خرڅیدو نیټه په دقیقه توګه ښيي.

په دغه چوپ سټکس کې د سودیم اندازه کولو آله هم شته چي په خوړو کې د مالګې اندازه ښیي.
دغه آله هر انسان به له غیر صحي خواړو وژغوري خو په خاصه توګه به د فشار، کولیسټرول او د زړه ناروغانو سره مرسته وکړي تر څو وکولای شي خپل خواړه کې د مالګې او غوړ اندازه او نوعیت معلوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x