fbpx

په نړئ کي ترټولو دزیات عمر درلودونکی کس به امریکا کي مړشو

the_oldest_person_in_the_worldتیره ورځ به امریکا کي دنړئ دزیات عمر لرونکی کس هم له دي دنیا څخه رخصت شو دنوموړی مرګ دژوندو لپاره نصیحت دي، نوموړي کس چی برونینج نومیدي دمرګ په وخت کی یی عمر ۱۱۴ کاله وو، اوهمیشه به یی نوروته وینا کوله؛ له مرګه څخه مه ویریږي ځکه چي پیدا شوي نو به ارومرو مری، له مرګ څخه مخکی یی له یوي خبري رسني سره دخبرو پرمهال وویل، کله چي مي عمر دري کاله وو پلاربه راته دامریکي دکورني جنګ قصي کولي. نوموړي زیاته کړه دکال ۱۸۶۰ په شاوخواکی چي کله په امریکه کي کورني جنګ روان وو دامریکي په جنوب کي ډیرخلګ وژل شوي اوبي کوره شوۍ ول، جونینج زیاته کړه نه غواړم چي دامریکي دکورني جنګ په اړه نورڅه ووایم ځکه داسي څه نه وو پیښ شوي چي څوک یی ذکر کړي اوخوند باندي واخلي.

نوموړي دخپل عمر اخیري شپی دامریکي دمونتانا په ایالت کي تیره ولي اودعراق او افغانستان په اړه به یی کله کله له خلګو سره خبري کولي، ویل به یی عمر می ددی لپاره اوږدی دي  ترڅو دامریکي دوي نوری تاریخی تیروتني ووینم، جونینج دخپل عمر په اخیري شپو کي ښه صحت درلودي دخورک اوڅښاک یو خاص ترتیب یی برابرکړی وو، په ورځ کی به یی دوه واره ډوډي خوړله، اونوموړي به همیشه پرهغه خلګو چي دوزن له زیاتوالی څخه به یی شکایت درلود سختي نیوکي کولی، ویل به یی چي دخوراک اوڅښاک ترتیب مو نه وي نو وزن به موڅنګه کم شي، عجیبه خو لاداده چي برونیج دمرګ په وخت کی هم د اوسپیني په یوه شرکت کي کارکاوه، او وروسته له یوي سپکي ناروغي څخه دشلالات په یوه سمییز روغتون کی مړشو، نوموړی په خپل هغه کورکي اوسیدی چي په کال ۱۹۸۰ کي یی دتقاعد په وخت کي ژوند پکښی کاوه، دبونینج میرمنه په کال ۱۹۵۷کي د ۳۵ کالو وه چي مړه شوه، نوموړي زیاته کړه ماته هغه شپی او ورځي ښه یادیږي چي یو ځاي مو ژوند سره کاوه دواړه یو پربل باندي ګران وو یو له بل سره مو دپیسو مینه نه بلکه دزړه مینه درلوده، په اخیرکي نوموړی زیاته کړه داڅرګنده خبره ده چی ټول خلګ ددی لپاره ژوندي دی چي باید مړه شي،
جونینج وویل ځینی خلګ له مرګ څخه ویریږي، خو باید چي ونه ویریږي، ځکه چي کله پیدا شوي نو پدي پوه شه چي مري به.
بخت الرحمن بخت…………………….نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د