نظــر

د اسلامي پرمختیايي بانک د څلوېښتمې کليزې په پلمه/ شاکر جلالي

شاکر جلالي

اسلامي پراختيايي بانک سږ کال څلوېښت کلن شو، نو ومو غوښتل چې د دغه ستر او مهم بانک د څلوېښتمې کليزې په پلمه د دې بانک په اړه څه معلومات وړاندې کړم او ستونزو او چلنجونو ته يې اشاره وکړم.

اسلامی پرمختیاېې بانک په کال ۱۹۷۵ میلادي کې د اسلامي هېوادونو د ماليې وزیرانو له خوا د وخت د پاچا ملک فیصل په مشرۍ سره د سعودي په سوداګریز ښار، جده کې تاسیس شو. د دې بانک تر ټولو ستره موخه دا وه چې، لکه څنګه چې نړیوال بانک د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته د اروپا په بیا رغونه کې مهم رول ولوباوه، دېته ورته رول د اسلامي هېوادنو په پرمختګ کې تر سره کړي، ځکه چې ډېری اسلامي هېوادونه د پرمختګ له مخې پرمختیايي هېوادونه ول او دوی مرستې ته اړتیا لرله تر څو په خپل دغه خوځښت کې لا هم ګړندي شي.

 د یادولو وړ ده چې د دغه بانک نظریه د ملک فیصل له اوږد مهاله پلانونو څخه وه، چې وکولای شي د یو څو تېل لرونکو عرب پانګوالو هېوداونو له پانګې څخه نور اسلامي هېوادنه هم ګټه پورته کړي، ځکه دغه وخت عربو ډېره پانګه له تېلو څخه لرله او پر دې يې فکر کاوه چې د پانګونې له پاره څوک او کوم ځای وټاکي؟ ختیځ که لویدیځ؟ ملک فیصل تر ډېره د اسلامي هېوادو پر لور مایل و تر څو د دواړو خواوو اړتیا پرې پوره شي.

دوهمه ستره موخه يې دا وه چې د اسلامي بانکدارۍ لپاره کار وکړي تر څو په اسلامي هېوادنو کې د غیر اسلامي بانکونو ځای پر اسلامي بانکونو ډک شي او د مسلمانو سوداګرو ستره ستونزه حل شي. د همدې موخې د سرته رسولو لپاره یې په کال ۱۹۸۱ میلادي کې د اسلامک ریسرج اینډ ټریننګ انستتيوت پرانېسته، چې په اسلامي اقتصاد کې څېړنۍ وکړي خو متاسفانه دغه څېړنې په هماغو لومړیو وختونو کې یو څه وشوې وروسته بیا کمزورې شول.

پر دې حقیقت باید اعتراف وکړو چې اسلامي بانکدارۍ ته فردي خدمت شوی، نه د کوم حکومت له خوا. دغه حرکت په ۶۰ کلونو کې په عملي ډول لومړی د مصر ځینو سوداګرو پیل کړ چې وروسته بیا په جده کې اسلامي پرمختیایي بانک پرانېستل شو، له هغې وروسته په مجموعی ډول د مالیزیا او پاکستان هېوادنو اقتصاد پوهانو د پام وړ خدموتونه کړي. په پاکستان کې میزان بانک چې په بشپړ ډول سره اسلامي کار کوي، د دې فردی خوځښت یوه ښه بېلګه ده.

په اسلامي پرمختیايي بانک کې ټول اسلامي هېوادونه ونډې لري، چې تر ټولو زیاته ونډه په کې د سعودي ده، ورپسی د لیبیا او درېیمه ونډه وال په کې د ایراي اسلامي جمهوریت دی. افغانستان هم خپل اقتصادي حالت ته په کتو سره د دې بانک یوه څه ونډه لري خو متاسفانه چې افغانانو د دې بانک له خدمتونو څخه د همېش لپاره محروم پاتې شوي دي، چې د دې محروموالي مهم لامل په کال ۱۹۷۹ کې خلقي کودتا وه چې له هغې وروسته د افغانستان اړیکې له اسلامي هېوادونو سره پرې شوې.

د دې بانک لاسته راوړنې:

  1. لومړۍ او تر ټولو مهمه یې دا وه چې ملک فیصل په داسې حساسو شېبو کې چې اسلامی هېوادونو د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته له ښکیلاګرو څخه نوې ازادي اخیستې وه، د اسلامي هېوادونو مشرانو سره يو ځای، د یو ګډ کاري پلان پر مېز کېنول، چې ټول لاس په لاس د پرمختګ پر لور رهي شي، دغه پرمختګ یو مالي انجن ته ضرورت لري چې حرکت وکړي، مرحوم فیصل نه غوښتل چې د سعودي د تېلو عاید پانګونه دې په امریکا يا کوم بل غربي هېواد کې وشي او په راتلونکي کې د دوی اقتصادي حرکت د غرب په لاس کې پاتي شي چې متاسفانه همداسې وشول. که چېرته په کوم غربي هېواد کې مالي بحران رامنځ ته کېږي، لومړي متضررین به یې عرب سوداګر وي. ښه بېلګه یی د ۲۰۰۸ کال مالي بحرانو چې د عربو سوداګریز مرکز امارات یې هم کمزوری کړ.
  2. کم تر کمه یې د اسلامی اقتصاد په اړه د مسلمانو اقتصاد پوهانو لپاره یو مرکز پرانېستی دی. موخه يې دا ده چې دغه پوهان سره یوځای کار وکړي. د دغه مرکز مشري پاکستاني الاصله سعودي اقتصاد پوه «عمر چوپرا» کوله. په هماغو لومړیو وختونو کې یې ځینې څېړنې د کتاب او علمي ژورنال په شکل چاپ او وروسته بیا د دوی کار تقریبا په ټپه ولاړ دی.
  3. په ځینو اسلامی او افریقایي هېوادونو کې د سړکونو، زیربناوو او نورو اسانتیاو لپاره یې ځینې پروژې پر مخ وړي دي.
  4. د تکافل لپاره علمي او عملي حرکتونه يې کړي.
  5. د مسلمانو محصلینو لپاره د سکالرشیب برابرول يې هم مهمه لاسته راوړنه شمېرلای شو.

دا او دې ته ورته نور لوی او واړه خدمتونه د دې بانک له لورې تر دې دمه شوي. هیله ده چې، د دغه ستر او مهم بانک اساسي موخو ته يو وار بيا وکتل شي، ځکه تر اوسه د دوی اساسي موخه نه ده تر لاسه شوې، هغه موخه چې بانک يې په اساس جوړ شوی و، لا هم يو خيال دی. د اسلامي امت مشران بايد يو وار بيا کيني او دغه زاړه پلان کې نوی روح پو کړي، څو دغه ستر اهداف تر لاسه شي.

په دې هيله چې دغه بانک وځلېږي او په راتلونکي کې افغانستان د یو اسلامي او وروسته پاتې هېواد په توګه د دې بانک له خدمتونو څخه برخمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x