افغانستانخبرونه

عبدالله‌عبدالله: «د ټاکنو پایلې نه منو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مشر نن په خپل خبري کانفرانس کې ګواښ وکړ، چې د ټاکنو پایلې نه مني او د ده په قول راتلونکی «تقلبي» حکومت منلو ته هم چمتو نه دی.

ښاغلي عبدالله وویل، چې د افغانستان سیاسي بهیر کنګل وضعیت کې دی. ده ادعا وکړه چې «د ټاکنو ګټونکي و او یو».

عبدالله عبدالله ویل، چې له خپلو ملاتړو یې غوښتي، چې له صبر و زغمه کار واخلي. ده وویل، تاوتریخوالی او زورزیاتی نه منو او «ځان ته یې ننګ ګڼو».

عبدالله وویل، «زموږ صبر د بهرني فشار له امله نه و».

عبدالله عبدالله پخپله خبرو کې د ټاکنو کمیسیون یو خاین کمیسیون وباله او په خبره يې چې دې کمیسیون او مقابل ټيم دواړو نه غوښتل چې درغلي افشا شي.

نوموړي په پوره ټینګار وویل چې سیاسي جوړجاړي ته ورتګ يې هیڅکله پر دې معنا نه دی چې ګواکې په دویم مقام يې هوکړه کړې ده.

نوموړي د نمونو په یادولو وویل چې دوی د درغلۍ قوي ثبوتونه لري.

عبدالله په پای کې وویل چې له مشورو وروسته به خپله پرېکړه وکړي.

یاده دې وي ډاکټر عبدالله عبدالله وروسته له هغه په دې مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شو، چې د امریکا د ولسمشر د تلیفوني تماس له مخې دواړه نوماندان خبرو ته سره کېناستل او نن يې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahim popal

آفغانستان د شمال د دی ډلی او کرزی په مرسته اشغال دی په تیرو ۱۳ کلونو کی دوی د دی پر ځای چه صلحه او ارامی راولی دوی نور رقم رقم تظادونه راوستل د دوی مطلب یوازی قدرت او ډالرپه لاس راړل دی. دا ټول داشغالګرو او کرزی مسئولیت او لاس ته راوړل دی. آفغانستان ته هغه څوک صلحه راوستای شی چه پخوائی راوستی وی.

m r noori

ډیره مننه داچی تاسو دصبر اوزغمه کارواخلی ډیره معقوله ده کاشکی مومخکی دافیصله کړی وای په هرحال که واقعآدخپلوخبروکاملآواک اواختیارولری ډیره ښــــــــــــــــــــــــــــــــه ده ماهی چی هروخت له اوبو راووځی تازه دی
ستاسوجناب په وروستی فیصله کی دوی مهمی ګټی شامیلی دی لومړی داچی موږ بدبخته عامافغانان به څوشیبی
دآرامی احساس وکړی دوهم داچی دتاسونه به دګل مرجان نوم لری شی

غوربندي

زه د وړوکي خو لوی جنایتکار عبدالله عبدالله بچه ترسانک او ګواښونه ستایم خداوند متعال دی نور هم توفیق ورکړي چی د اشغالګرانو په چوپړ کی ورسره مزدور پشتوزبانان نور هم تذلیل کړي تر څو خپل آخور او مصدر ته رجوع وکړي. دا د عقل تقاضا نه ده چې د اشغالګرانو په حضور کې دې جنایتکاره ټلواله له واکه ولویژي، ځکه هغوی د افغانستان په اشغال کی د له اشغالګرانو سره شریک رول لوبولی ده او د هغوی په مخ کې یې ډیری قربانی ورکړي دي. مزدور پشتوزبانان د دوی دفتري مزدوران او د خټو پوزې دي هغوی دی ددی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x