افغانستان

نورستانی: څوک یې مني که نه؛ پایلې اعلانوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل):  د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د هغو محلونو تفتیش  چې ځانګړې ستونزې لري پای ته ورسیږي، نو همهاله به   وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن مازدیګر /وږي ۱۷مه/ یوې خبري ناستې ته وویل چې د یو دیموکراتیک حکومت اساس ټاکنې دي او پایلې باید اعلان شي او خلک ترې خبر شي.

نورستاني زیاته کړه چې دواړه نوماندان دې یو سیاسي توافق ته ورسیږي او که احیاناً ونه رسیږي دوی وروستۍ پایلې اعلانوي.

نورستاني دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي. عبدالله عبدالله همدا راز ټاکنو کمېسیون پر درغلیو تورن کړ او په وینا یې کمېسیون په ټاکنو کې خیانت کړی دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی خو پایلې لا هم نه دي اعلان شوي.

د دواړو نوماندانو تر منځ له هغه وروسته د ګډ حکومت د جوړونې په اړه خبرې اترې پیل شوې چې  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راغی او دواړه نوماندان يې په یوه ایتلافي حکومت جوړولو سره جوړ کړل.

خو د جان کیري تر تګ وروسته د اجراییوي پوست د صلاحیتونو پر سر د نوماندانو تر منځ اختلاف پیدا شو چې تر دې مهاله حل شوی نه دی.

د عبدالله عبدالله ټيم غړی سنچارکي وايي چې ولسمشر اوباما په تلیفوني خبرو کې عبدالله ته وړاندیز وکړ چې امریکا تیاره ده څو ټاکنیزو شخړو د حل لپاره خپل بل استازی افغانستان ته ولیږي خو عبدالله يې په اړه څه ونه ویل.

ټاکنیزې شخړې په داسې حال کې اوج ته رسیدلي چې د ولمسمشر کرزي د واک نېټه شاوخوا ۱ نیمه میاشت وړاندې پای ته رسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x