کله چي دامریکي ولسمشر اباما ملت ته وینا کوله مرستیال ولسمشر جوبایډن خوب وړی وو

jeo_biden_is_sleeping(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۴) واشنګټن…. کله کله په ډیرو ارزښناکه مجلسونو اویا هم دعامو خبرو به وخت انسان ته خوب ورشی، خو داچي یو ولسمشر وخپل ملت ته وینا کوی او له بله لوري دهغه مرستیال دغفلت خوب وړی وي داسي تراوسه پوري نه وو پیښ شوي، نن اول ځل وو نړیوالو ولیدل چي یو ولسمشر دملي بودیچی دتاوان په اړوند وملت ته ډیره ارزښناکه وینا کوي اودنوموړي مرستیال پرځای ددي چی دولسمشر  وخولی اوسترګو ته په غورسره ځیر وي په خواږه خوب ویدیږي.

 

نن سهار په داسی حال کی چی اباما دجارج واشنګنټن به یونیورستي کي دملي بودیجي دتاوان به اړوند وملت ته له ولولو څخه ډکه وینا کوله، خو له بلي خوا دنوموړي مرستیال جوبایډن دڅو شیبو لپاره دغفلت په خوب ویده وو، دکیمری سترګه هغه وخت دجوبایډن به لور برابره شوه کله چي دنوموړي سر  دخوب له کبله یوی اوبلي خواته حرکت کاوه اوچي کله به یی سترګي روڼي شوی نو  خپلو لاسونو ته به یی وکتل، شنونکي  وایی چی جوبایډن کیداي شی چي دهیواد دروانو حالاتو له وجه ډیر ناامیده شوی وی، او د اباما وینا ورته هسی په هواکي خبري مالومیدلي، اویایی داباما خبروته غوږنیول هسی دوخت ضائعه کیدل ګڼلی وی نوځکه یی غوره ګڼلي  وه چه له وخت څخه ګټه واخلی اودڅو شیبولپاره ویده شی.
بخت الرحمن بخت…………….نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د