نړۍ

د ملي شورا يو شمېر غړو بهرنيو سفارتونو ته د سياسي پناه لپاره غوښتنليکونه ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر وکيلانو کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو ته د سياسي پناه په موخه غوښتنليکونه ورکړي دي.

دغو وکيلانو له بهرنيو ديپلوماتانو غوښتي، چې د وکالت دورې د پای ته رسيدو وروسته دوی په افغانستان کې خوندي ژوند نشي کولای او له همدې امله لويديځ او اروپايي هېوادونه بايد دوی ته سياسي پناه ورکړي، چې دوی هلته خپل خوندي ژوند وکړای شي.

د ولسي جرګې ريس عبدالروف ابراهيمي نن ولسي جرګه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړي غواړي، چې د وکالت دورې له پای ته رسيدو وروسته غربي هېوادونو کې سياسي پناه واخلې او دا کار له خپل وطن او ملت سره ستر خيانت دی.

ويل کيږي، چې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو غربي هېوادنو کې مخکې له مخکې سياسي پناه اخيستې او يو شمېر نور هم غواړي، چې د وکالت له دورې وروسته خپل پاتې ژوند لويديځ کې تېر کړي.

د ملي شورا يو شمېر سرچينې وايي، چې دغو وکيلانو کې ډېری ښځينه وکيلانې دي، چې غواړي غربي هېوادونو کې سياسي پناه واخلي.

د دغو وکيلانو هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

زموږ همکار هڅه کوي چې د دغو وکيلانو هويت خپلو لوستونکو ته وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د بريتانيا ويلز ښار کې د ناټو سرمشريزې ته تلونکي د افغان پلاوي يو غړي ډګروال عنايت الله بارک له غونډې مخکې ځان بريتانوي پوليسو ته وسپاره او هلته يې د سياسي پنا غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

د تش په نامه پارلمانیانو دغه کړنه چه نورو هیوادونو ته ولاړ شی زه خو یی تاییدوم ، له یوی خوا دوی هر یو د یو هیواد جاسوسان او معاشخواره وو د هغوی د ګټو د پاره یی کار کولو ، اوس چه نشی کولی د هغو ګټی نوری خوندی کړی نو د مظلوم ملت له ډاره خو به ورته ضرور پناه ورکوی ، او بیا حیران ابراهیمی ته یم ، چه بچیان یی په ترکیه کی ناست دی او دی لکه فاحشه ښځه ( وایی ناسته یم د تاسره ، زړه می په کندو کی دی قربان له بیرانه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x