افغانستان

احمد ولي مسعود: موازي حکومت طالبان بیا واک ته رسوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د پخواني ټوپکسالار  احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود وايي چې د موازي حکومت جوړول طالبان واک ته بیا رسوي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ټاکنیزې شخړې اوج ته رسېدلي او  عبدالله عبدالله ګواښ کوي چې په هيڅ صورت د ټاکنو پایلې نه مني.

احمدولي مسعود زیاتوي چې که عبدالله عبدالله موازي حکومت اعلان کړي نو رژیم به وپاشل شي او طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسیږي.

شمالي ټلواله چې خپل ستر رقیب طالبان بولي، په شمال کې د طالبانو وروستیو پرمخګتونو وارخطا کړي او د طالبانو له ویرې هر څه کولو ته حاضريږي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن په یوه خبري ناست کې وویل چې دواړه نوماندان سیاسي توافق ته رسیږي که نه، خو دوی به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوي خو ولي مسعود بیا ټینګار کوي چې تر هغې دې پایلې نه اعلانیږي چې دواړه نوماندان سیاسي توافق ته نه وي رسیدلي.

تر دې وړاندې سیاف هم وړاندیز کړی و چې تر هغې نوماندان یوه سیاسي توافق ته نه وي رسیدلي، ټاکنو وروستۍ پایلې دې نه اعلانیږي.

که څه هم دواړو نوماندانو د اجراییوي رییس پر صلاحیتونو له پخوا اختلاف درلود او نور د خبرو اترو مخه هم نېول شوې وه، خو د امریکا د جمهور رییس باراک اوباما په «امر» نن سهار دواړو کاندیدانو یو ځل بیا سره ولېدل خو کومې پایلې ته ونه رسېدل.

احمد ولي مسعود زیاتوي چې که عبدالله عبدالله موازي حکومت اعلان کړي په افغانستان کې به ستره فاجعه رامنځته شي.

شننونکي وايي چې ولي مسعود د موازي حکومت د جوړونې لپاره  شمالي ټلواله په طالبانو یروي، ځکه شمالي ټلواله له طالبانو پرته له  بل چا ویره نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x