شعـــــرونه

غزل – حمدالله حلمیار

څوک  ځي له نظارې او له چا تللې نظاره
خو زما د ژوند پر لاره رب کرلې  نظاره

داشین اسمان رڼې اوبه او دا زرین ماحول
دا زه او تــه او دا په عشق پریولې نظاره

د تورو کاڼو منځ کي سور غاټول په نڅیدا
شپون وینې د سپرلي دا نڅیدلې نظـــــــاره

پر زړه مي ګوتې کېږده چي دربیږي او کنه
ته وګوره یو ځل دا درزېلې نظــــــــــاره

یو دوې شبنمي سترګې ، کج باڼه، ګلابي مخ
تر ننه چــــا لیدلې دومره ښکلې نظــــاره؟

دټنډې پر اسمان د قهر تورې سپینې ورېځې
د سترګو تر کونجو را څڅېدلې نظــــــاره

پرون د حلمیار له ګوتو غړند قلــم پرېوت
ضرور یي وه کتلې څه ویرژلې نظـــــــاره

حمدالله حلميار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x