نظــرنړۍ

د بوکو حرام پرمختګ او د نړیوالو اندېښنه!

لیکواله: عالیه سلیمان
سرچینه: اهرام انلاین
ژباړن: عتیق زی

په نایجریا کې د أبوبکر شیکاو په مشرۍ د بوکو حرام ډلې د روان کال د اګست په میاشت کې د خلافت اعلان وکړ. ځینو داسې انګېرله چې بوکو حرام د عراق او شام له اسلامي دولت سره چې په داعش مشهور دی، بیعت اعلان کړ، خو دوی د شمال‌ختیځ (ګوزا) ولایت په نیولو سره د مستقل اسلامي خلافت اعلان کړی دی.

د بوکو حرام د سني ډلې پرمختګ په دې نږدې وختونو کې د نایجریا دولت، امریکا او نړیواله ټولنه په وېره او اندېښنه کې غورځولي دي او ددې مسئلې جدیت ته یې پام اوښتی دی.

نوموړې ډله په 2009 کال کې رامنځته شوه او تراوسه یې د خپل دولت د استقرار په لاره کې ډېرې ککرۍ تر خاورو لاندې کړي دي. دوی د نایجریا په شمال‌ختیځو سیمو کې ډېر پرمختګ کړی دی او د څو ښارونو په نیولو یې دا ثابته کړه چې دوی په یوه قوي سیال اوښتي دي چې د نایجریا پوځ ته یې په شاتمبول ښایي ګران پرېوځي.

نوموړې ډله پخپلو لیکو کې د نورو ځوانانو د جلب او جذب پخاطر منظمه ستراتیژي کاروي او د اسلامي خلافت د سپین او تور بیرغ لاندې دویته بلنې ورکوي. له کېمرون هېواد سره پر پوله یې د نایجریا څو واړه ښارونه نیولي او پخپل تصرف کې یې راوستلي دي.

د راپورونو پر بنسټ نوموړې ډلې د دوشنبې پر ورځ د (باما) ښار نیولی دی چې د هېواد له پلازمېنې  سره په 70 کیلومترۍ کې موقعیت لري. په نوموړي سیمه کې د پنجشنبې په ورځ تر 10،000 پورې پخواني پوځیان، ځوانان او پولیس راټول شوي ول او له بوکوحرام سره یې د جنګ او د هغوی د په شاتمبولو ژمنې یې وکړې.

فیډلیس امبا نایجریایي ژورنالست او د پېښو تحلیل‌کوونکی وایي: چې نوموړې ډله د هر څه کولو توان لري. او دوی په ډېر کم وخت کې د نایجریا په شمال کې په کامیابۍ سره پرمختګ وکړ، خو زه پدې متیقن یم چې د نایجریا پوځ به دویته ماتې ورکړي.
د نوموړې ډلې په شاتمبولو کې د نایجریا ولسمشر ګوډلك جانَـتن زړه وهلی برېښي او داسې ښکاري چې ددې ډلې د ټکولو توان نلري.

خو ځینې بیا وایي چې د نایجریا د پوځ دننه بې‌اتفاقۍ او یوه خوله نه اوسېدل ددې سبب شوي ترڅو پروسه سبوتاژ شي او دویته فرصت په لاس ورشي چې پرمختګ وکړي. د جمعې په ورځ پوځ وویل چې: د بوکو حرام پرمختګ د هېواد حاکمیت او ته ستر خڼدونه رامنځته کړي او هغه تورونه چې ددغه تهدید د جدیت د پڅوالي په اړه ول رد کړل.

له بلې خوا د پوځ ویاند وایي چې دوی د تروریزم پر ضد عملیاتو ته پوره تابیا نیولې او د وسلوال پوځ د ملاتړ لپاره یې د دولت د پوره همکارۍ غوښتنه کوله.

د پوځ ویاند یوه ورځ وروسته له هغه دا خبرې وکړې چې کله امریکا وویل چې د نایجریا په شمال کې د اسلامي ډلې د پرمختګ او د هغوی له لوري د سیمو د نیولو په اړه په خورا اندېښنه کې ده.

لدې مالومېږي چې د نایجریا غیرمجهزه پوځ ددې وړتیا نلري چې د بوکو حرام له مجهزې ډلې سره مخ شي او له هغوی سره یې د مقابلې پخاطر له امریکا د مرستې غوښتنې کړي دي. که چېرې د نایجریا پوځ ته په وخت سره مرستې و نه رسېږي نو کېدای شي چې په پوځ کې اوسنی لږ او ډېر تمرد شدت ومومي او پوځیان له پوځه پښې سپکې کړي.

زینب عثمان چې د جنوبي افریقا لپاره د اکسفورډ د نړیوال پرمختګ په ډیپارټمنټ کې څېړونکې ده وایي؛ د نایجریا دولت له بوکو حرام سره په مخامخ کېدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. خو هغې دا ونه ویل چې پدې برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلی دی.

هغه وایي چې دلته دوه دلیلونه دي؛ مهمه مسئله داده چې د بوکو حرام په اړه لا د نایجریا ټول ملت متفق ندی چې دوی څه دي، هدف یې څه دی، نایجریا ته یې کوم خطر متوجه دی او څنګه کېدای شي چې مخه یې ونیول شي. ددوی ټولنیز او ایدیولوژیکي بغاوت د سیاسیونو له لوري چې یو بل په غلطه توګه د بغاوت د حمایت په تور تورنوي په بشپړه توګه سیاسي رنګ اخستی دی. دغه تورونه او ځوابونه ددې لامل شي ترڅو رسنۍ او عامه ذهنیتونه تر پوښښ لاندې راولي او حقیقي وضعیت یې کم‌رنګه کړی دی.

بل دلیل یې چې د پورتنیو سببونو له امله رامنځته کېږي دادی چې د بغاوت په وړاندې د دولت پخوانۍ طریقې رښتینې نه وې. د غلطو مالوماتو، د توندروۍ د عواملو او د بوکوحرام د موخو او مقصدونو په اړه بې‌خبري، د پوځ او امنیتي اورګانونو کم‌ظرفیتي (غیرمجهزه پوځ چې پرمختللې وسلې او مهمات نلري) ددې سبب شوی دی چې دولت ددوی په وړاندې هېڅ اغېزمن ګام نشي پورته کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x