جنرال نظیفه ذکي: جنايي مجرمین د ولسمشرۍ تر کچې پورې ملاتړي لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې «جنرال نظیفه ذکي» وايي چې په افغانستان کې جنايي مجرمین د ولسمشرۍ تر کچې پورې حامیان او ملاتړي لري.

نوموړې له طلوع نیوز سره په خبرو کې څرګنده کړه چې اختطاف چیان، غله او جنايي مجرمین د هغه چا لخوا رهبري کیږي چې یا په دولت کې په لوړه څوکۍ کار کوي او یا زورواکان او غیر مسؤول وسله وال کسان وي.

جنرال نظیفه چې په ولسي جرګه کې د کورني امنیت د کمیسیون غړې هم ده، وايي چې که دولت مجرمینو ته داسې جزا ورکولای لکه طالبانو چې ورکوله، نو نن به جرمونه په دغې کچې نه ترسره کیدل.

«زه د طالبانو هغه کار تاییدوم چې جنایتکارانو ته یې سزا ورکوله، د کور دروازې به پرانیستې وې خو هیڅ چا کور ته د ننوتلو جرئت نه شو کولای او نه چا د غلا جرئت کولای شو».

جنرال نظیفه زیاتوي چې له کلونو راهیسې د ولسمشر په میز د مجرمینو دوسیې پرتې دي؛ خو هغه یې د اعدام حکم نه توشیح کوي. د نوموړې په وینا نن ورځ د مازدیګر له پنځو بجو وروسته نه ښځه له کوره د راوتلو جرئت لري او نه یو ځوان هلک جرئت کولای شي چې له کوره راووځي.

نوموړې وايي چې د پغمان په پیښه کې نیول شوی کس هغه څوک و چې څو ورځې مخکې له زندان څخه ازاد شوی و.

د ولسې جرګې دغه وکیله وايي چې په کابل کې د مجرمینو او جنایتکارانو د تورو هیندارو موټر پولیس نه شي درولای.

«ما په خپلو سترګو پولیس ولید چې د تورو هینداو والا موټر ته یې سلامي ووهله، ما ترې پوښتنه چې ولې دې ورته سلامي وکړه، هغه راته وویل دا ټول نشه یان دي، اوس به مې وولي».

جنرال نظیفه ذکي زیاتوي چې په جرایمو کې د محاکمو تر سطحې پورې واسطې موجودې دي، د هغې په وینا که مجرمین د عدلي او قضايي ارګانونو په سطحه واسطې ونه لري په دغې پیمانه جرایم نه شي ترسره کیدای.

جنرال ذکي وايي چې څو ځله جنايي ډلې نیول شوي خو تر یوې یا دوه ورځې قید وروسته خوشې شوي، هر څه په مصلحت روان دي.

د نوموړې په وینا ډیر وخت متضرر (مجني علیه) د زورواکانو له ډاره حوزې ته شکایت نه شي کولی او ویریږي چې د مجرم پر ځای دی ونه نیسي او زندان ته یې وانچوي.

« مونږ د مرکزي زندان د کتنې پر مهال داسې بندیان ولیدل چې پولیسو ته یې عریضه کړې وه، خو اوس په زندان کې پراته وو».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبداحقحنفی
میلمه
عبداحقحنفی

نظفی خور نه مننه خو آرمان چه دی خپلی ویناته د (بریشنا) او زان ته یی دشمعی حیثیت غوره کری