ټکنالوژي

که مو پاسورډونه خوندي غواړئ؛ نو دا لارښوونې مه هېروئ!

د تیرې میاشتې د یو راپور په اساس د روسې هیکرانو یوې ډلې د ټولې نړي څخه د ۱،۲ ملیارده کسانو اکاونټونه هیک کړي ول چي د دي راپور سره د ایمیل اکاونټ د پاسورډ محفوظول اړین شول.

اسوشیټډ پریس خبري اژانس د انټرنیټ ټولو هغو کاروونکو ته چي ګومان کوي اکاونټ به یي هیک شي د پاسورډ بدلولو مشوره ورکړه.

نوموړي خبري اژانس تر ډیرو څیړنو وروسته د محفوظ پاسورډ لرلو لپاره ۷ ګټورې تګلارې وښودلې چي پام کې نیولو سره د اکاونټ د هیک کیدو چانس ډیر کمیږي:

۱- پاسورډ باید اوږد وي او لږ تر لږه د ۸ تورو څخه جوړه شوې وي. د توري زیاتوالۍ د هیک کیدو خطر کموي او که دغه شمیر ۱۴ یا ۲۵ وي نوره به هم غوره وي. ځینو ویب پاڼو کي بیا د پاسورډ توري یو ټاکل شوې اندازه لري.

۲- کوښښ وکړئ چې خپل پاسورډ کې د تورو سره له عددونو هم استفاده وکړئ. ځینې انګلیسي توري غټ او ځینې واړه ولیکئ. کولای شئ پاسورډ کې ځینې علامې هم شاملې کړئ.

۳- په پاسورډ کې د ځینو تورو پر ځای علامې او د عددونو پر ځای توري وکاروئ لکه د صفر پر ځای (O) انګلیسي توری ولیکئ او د (S) توري پر ځای د ډالر علامه ولیکئ.

۴- پاسورډ کې روزمره استعمالیدونکې کلمې لکه خپل نوم، ټیلیفون نمبر او پیدایښت نیټه مه استعمالوئ؛ ځکه چي پیدا کول یي ډیره اسانه ده.

۵- هغه الفاظ او کلمې چې په ډکشنري کې موجود وي د پاسورډ په توګه مه استعمالوئ که څه هم چي عددونه او علامې مو استعمال کړې وي.

داسي سافټویرې شته چي مختلف ډیټابیس لټولو سره داسې پاسورډ په اسانه سره پیدا کولای شي.

۶- یو پاسورډ په مختلفو اکاونټونو کې مه استعمالوئ.

۷- که چیرې په یو نوي کمپیوټر کې لومړی ځل لپاره خپل اکاونټ خلاصوئ نو جي میل په څیر ځینې ویب پاڼې د دوو پاسورډونو آپشن درکوي. که چیرې د دوو پاسورډونو اپشن مو فعال ساتلای وي نوي کمپیوټر کې د اکاونټ خلاصولو سره د کمپنۍ لخوا ستاسو شمیرې ته پیغام راځې چي همغه کوډ وهلو سره مو اکاونټ خلاصیږي.

د پورتنیو تګلارو په عملی کولو سره خپل اکاونټ له هیکرانو ژغورلای شئ.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close