fbpx

یوچینایی دري کلن ماشوم ۶۰ کیلو وزن لري

three_year_old_chines_boy(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۱) یو چینایی دري کلن ماشوم ۶۰ کیلو وزن لري، دنوموړي مور اوپلار خبري رسنیو ته ویلي، زمونږ د بچي وزن مونږ له ډیري انديښني سره مخ کړي یو، ځکه دنوموړي وزن دده له هم سنه ماشومانو څخه پنځه واره زیات دي.
دلوهو والدینو زیاته کړه کله چي لو هو دنیاته راغي  وزن یی ۵.۵۱ پونډه وو، یعني عادي وزن یی درلود، لیکن دڅو میاشتو په تیریدو سره دنوموړي وزن دعمر په تناسب زیاتیدل پیل کړ، دلوهو پلار اندیښنه څرګنده کړه چي دزوي پښی (ادمونه) یی د۶۰ کیلو وزن دزغملو ځواک نه لري او لدي سره سره دنوموړي زړه هم دزیات وزن له کبله له خطرسره مخ ده.
ځیني روغتیایی پوهان وایی چي دنوموړي په بدن کي د بدن د ودي هرمونز بی ترتیبه دي ځکه یی وزن زیاتیږي، خو ځیني نور بیاوایی، نه داسي نده بلکه نوموړي په کومه ناروغي باندي مبتلادي.
دلوهو والدین به له سختي ناهیلي سره ځکه مخ وي، چي  دچین په هیواد کي یواځي دیوه بچي د درلودلو ایجازه شته ،مور اوپلار نشي کولاي ترڅو له یوه څخه زیات بچیان پیداکړي
بخت الرحمن بخت…………….. نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د