د نن سرلیکنه

ډاکټر عبدالله ولي د ټاکنو پایلې نه مني؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله (سه شنبه، وږی ۱۸مه، ۱۳۹۳ل) : تیره ورځ د امریکې ولسمشر بارک اوباما د ولمشریزو ټاکنو له دواړو کاندیدانو سره په جلا جلا توګه ټلیفوني خبرې وکړې او له هغوی څخه يي وغوښتل چې نور ټاکنیزې لانجې ته د پای ټکی کیږدي.

خو د ولسمشریزو ټولټاکنو د دواړو نوماندانو له وروستیو څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې هغوی لا هم د پایلو پر سر موافقې ته نه دي رسیدلي.

پرون د دواړو انتخاباتي ټیمونو چارواکي په دې هیله ول چې د نوماندانو وروستۍ ناسته به د ټولټاکنو دغې اوږدې لانجې ته نور خاتمه ورکړي ، خو د دوه اړخیزې ناستې تر پای ته رسیدو وروسته ډاکټر عبدالله د خپلو پلویانو په منځ کې راښکاره او هغوی ته دټاکنو دپایلو په اړه وویل چې دی د ټاکنو پایلې نه مني.

د ناندرییزو ټاکنو د پایلو په اړه د ښاغلي عبدالله وروستۍ موقف ګیري ښايي دغه پروسه نوره هم لانجه منه او اوږده کړي، چې په ترڅ کې به يې د هیواد سیاسي او امنیتي وضعیت نور هم ورسره بحراني شي.

داسې ښکاري چې د سپینې ماڼۍ چارواکي هم نور د دغې ناندرییزې پروسي د کامیابي لپاره کومه موثره حل لاره نه لري.

د جان کیري له مستقیم دخالت نه نیولې په کابل کې د امریکې سفارت تر ترغیب او ترهیب پوري یې ټول ورباندې وکارول خو وروستۍ پایله يي د عبدالله مطلق انکار شو.

د درغلیزو ټاکنو له پیل نه داسې ښکاریده چې دغه ټاکنې د افغانې لانجمنې قضیې د حل لپاره نه، بلکې د هغې د لا بحراني کیدو لپاره د امریکایانو یو پلان شوی سازشي تکتیک دی چې په درځنونو متخلفین ، تنظیمي جګړه ماران، او د ملت له منځه تجرید شوي سیکولرستان یې ورکې را ټول او استخدام کړي.

د انتخاباتي پروسې تر نامه لاندې د دغه امریکايي معجون مختلف الاضلاع مرکبات ټول هغه عناصر دي چې په خپل منځي احتکاک سره هر یو د بل پر خلاف انفجاري خاصیت خپلوي او مخکي تر دې چې بل څوک دغه نامتجانسه کتله تخریب کړي دوی د خپل تخریبي خاصیت له مخې خپل ځان په خپله تخریبوي.

په یوه هیواد او یو موټي ولس کې د موازي حکومت، نارنجي اعتراضونو او غرو ته ختلو ګواښونه ټول هغه څه دي چې د دغې امریکايي پدیدې د شومو خاصیتونو ښکارندوینه کوي.

د انتخاباتي کاندیدانو دغه شرارتونه په حقیقت کې د امریکايي لمسون شرارتي محصول دی چې د جان کیري او جیمز کننګهم په دستور کله د یوه او کله د بل نوماند لخوا تر سره کیږي.

همدغه امریکايي لمسون له دواړو نوماندانو څخه سور سترګې جوړ کړی او پر شا يې ټپوي، که دا خبره نه وي او همدا نن امریکایان د دوی له حمایت او تحریک نه لاس په سر شي بیا به ولیدل شي چې دوی له کولاب او واشنګټن نه پرته بل کوم ځای ټینګیدلای شي؟

امریکایانو چې یو ځل افغانان د انتخاباتي پروسي په نوم تیر ایستل اوس غواړي په دې نوم یې تیر باسي چې دوی د انتخاباتي نوماندانو تر منځ جوجاړی غواړي .

حقیقت دادی چې امریکایان د نړۍ د تر ټولو حیله ګرو انسانانو په توګه هیڅ وخت هم له خپل ځان پرته د هیچا د سوکالۍ او آرام ژوند غوښتونکي نه دي ، اوس هم چې عبدالله د امریکاپه دستور د تر سره شویو ټاکنو د پایلو نه منلو ګواښونه کوي دا د هغه شخصي ابتکار او اقدام نه ، بلکي په افغانستان کې د مزیدې ګډوډې ایجادولو لپاره د امریکا فرمایش دی چې نوموړی یې دتعمیل لپاره په اجرتي توګه استخدامیږي.

افغان ولس له پیله د امریکا دغې سازشي لوبې ته متوجه او اوس هم باور لري چې د امریکايي اشغال په پایته رسیدو سره به د هغوي لخوا دغه ټول رامنځته شوي مصنوعي جنجالونه هم له منځه ولاړشي. ان شاءالله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرهاد

skype :farhad.safi522

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x