ورزش

افغان لوبډلې نوی روزونکی: طالبان له کرکټ سره کار نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کبیر خان تر استعفا وروسته افغان لوبډلې  نوی برتانوی روزونکی اینډي مولز ته د افغان لوبغاړو د روزنې دنده وسپارله.

اینډي مولز په ۱۹۹۷ کې د انګلش کاونټي وارک شایر له خوا لوبېدلو او په نړیواله کچه یې د کینیا او سکاټلینډ لوبډلو روزنه کړې.

اینډي مولز کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې «کله دده ملګري له دې خبر شول چې دی د افغان لوبډلې روزونکی ټاکل شوی نو هغوی له ده پوښتې کولې چې آیا دی ريښتیا هم د افغانستان د لوبډلې د روزنې لپاره افغانستان ته ځي؟ افغانستان کې خو جګړه روانه ده».

مولز په وینا افغان حکومت ده ته باور ورکړی چې طالبان د کرکټ مخالف نه دي او هغوی به دده په روزنه کې کوم خلل نه پيدا کوي.

مولز د وارک شایر لوبډلې لخوا  پرانېستونکی (اوپنر) لوبغاړی و، وروسته نوموړي د لوبغاړو روزنې ته مخه کړه.

افغانستان کې تر ۲۰۰۱ز کال پخوا هم کرکټ لوبه کېدله خو تر ۲۰۰۱ز کال وروسته افغان مهاجرینو چې په پاکستان کې یې ژوند کاوه او د کرکټ سره يې بې سارې مینه درلودله په خپل هېواد کې کرکټ پیل کړ او له دغه وروسته کرکټ د افغانستان تر ټولو خوښه لوبه وګرځېدله.

اوس د افغانستان حال دادی چې هر ځای ماشومان او ځوانان کرکټ کوي او داسې خالي ځای نشته چې هلته دې د کرکټ ویکټې نه وي ايښودل شوي او کرکټ لوبه دې په کې نه وي شوی.

تېر اکتوبر کې چې کله افغان لوبډلې کینیا ماته کړله او نړیوال جام ته ووت نو د پلازمېنې کابل په شمول په زیات ښارونو کې هوايي ډزې کېدلې.

د روانو ټاکنو کې دومره خلکو رایې نه دي اچولي څومره خلک چې په خپلو کورونو کې کرکټ ګوري.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نور محمد نور په وینا افغانستان کې اوس کرکټ لوبه نه؛ بلکې یو جنون ګرځېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې څو اونۍ وړاندې اینډي مولز د افغان لوبډلې د بیټنګ (توپوهنې) د روزونکي په حیث دنده ومنله خو په منځ کې کبیر خان د ځينو ستونزو له امله استعفا ورکړه او دوی اړ شول څو اینډي مولز مشر روزونکي دندې ترسره کولو وړاندیز وکړي.

افغانستان لوبډله اوسمهال په ۱۱م نمبر ده، پخوا یې د زیات شمېر ټېسټ لوبډلو څخه سیالۍ ګټلي دي او را روان کال په نړیوال جام کې یې ستر هدف په لومړیو ۸ لوبډلو کې راتلل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x