نړۍ

امريکا د څلويښتو ايتلافي هېوادنو په ملتيا د اسلامي دولت پر ضد جګړه پيلوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): امريکايي چارواکي وايي، چې له څلويښتو زياتو هېوادونو ورسره د اسلامي دولت پر ضد د يو والي لاس ورکړی او ټول به په ګډه د اسلامي دولت پر ضد جګړه کوي.

امريکا دا اعلان په داسې حال کې کوي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن سه شنبه د منځني ختيځ په سفر وتلی او غواړي د اسلامي دولت پر ضد د عربي هېوادنو ملاتړ راخپل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويان جنيفر بساکي وايي، چې له څلويښتو زياتو هېوادونو ورسره هوکړه کړې، چې د اسلامي دولت پر ضد به ورسره هر ډول مرسته کوي او د عراق او شام هغه سيمې به له اسلامي دولته پاکوي، چې د دوی تر ولکې لاندې دي.

د سيمې هېوادونه وېره لري، چې د اسلامي دولت له لوري د پېښدونکي امنيتي ګواښ د له منځه وړلو په موخه به د امريکا په مشرۍ د اسلامي دولت پر ضد هر ډول مرستې کوي.

په همدې تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن سه شنبه د سيمې هېوادونو څخه ليدنه کوي، چې د اسلامي دولت پر ضد د عربي هېوادونو ملاتړ راخپل کړي.

جان کيري به نن سعودي عربستان، اردن او يو شمېر نورو عربي هېوادونو څخه ليدنه کوي.

ګانګريس ته د اوباما وينا

له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر بارک اوباما به نن سه شنبه د امريکا کانګريس ته وينا کوي او د اسلامي دولت پر ضد به خپله کړنلاره هم کانګريس او مشرانو جرګې ته وړاندې کوي.

اوباما ويلي، چې د اسلامی دولت پر ضد به عراق ته ځمکني پوځونه نه ليږي، بلکې د عراقي او سيمه ييزو هېوادونو عملي مرسته به کوي.

د عراق ولسمشر فواد معصوم هم ويلي، چې دوی د امريکا او نړيوالې ټولنې مرستې غواړي، مګر ځمکني پوځونه يې نه غواړي.

د عربي هېوادنو پرېکړه
وړمه ورځ د مصر پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې دوی بايد ټول په يو لاس د اسلامي دولت پر ضد له نړيوالې ټولنې او امريکا سره په ګډه کار وکړي.

راپورونه وايي، چې د تېرې يکشنبې پر ورځ قاهره کې د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو له غونډې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د عربي ټولنې له عمومي سرمنشي نبيل العربي سره تيليفوني خبرې اترې وکړې او له ټولو عربي هېوادونو يې وغوښتل، چې د اسلامي دولت پر ضد جدي پرېکړه وکړي او د اسلامي دولت له پېښېدونکي ګواښ څخه مخکې له مخکې ځانونه وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x