افغانستانخبرونه

د «شهید اوونۍ» غونډه کې مجددي وینا ته پرې نښودل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): نن په کابل کې د احمدشاه مسعود د وژنې د دیارلسمې کلیزې په ویاړ غونډه جوړه شوې وه. افغان حکومت د احمدشاه مسعود د وژنې ورځ (وږي ۱۸مې) په پار د وږي میاشت روانه اوونۍ د «شهید اوونۍ» په نوم نومولې ده. په دې اوونۍ کې معمولاً د هغو کسانو یاد تازه کېږي، چې له ۲۰۰۱ راهیسې یا د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له لورې وژل شوي وي او یا هم په خپلمنځیو لانجو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

سږکال په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي په ګډون ځینو پخوانیو جهادي مشرانو هم وینا وکړه. مګر کله چې پخوانی جهادي مشر او په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم غړي حضرت صبغت الله مجددي د وینا لپاره وغوښتل شو، د غونډې ګډونوالو شور او غوغا جوړه کړه او مجددي يې خبرو ته پرې نښود. د غونډې ګډونوالو چې د عبدالله عبدالله پلویان وو د حضرت د خبرو له پیله وړاندې شور جوړ کړ. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مشر، عبدالله عبدالله سټیج ته راغی او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې دا ورځ د افغانستان ټولو خلکو پورې تړاو لري، باید درناوی یې وشي او د صبغت الله مجددي درناوی وکړي. مګر خلکو لا هم شور کاوه چې بالاخره مجددي اړ شو چې د پنجشیر له خلکو لنډه ګیله وکړي او له سټیجه راکښته شي.

کله چې غونډه په غوغا واوښته، ولسمشر کرزي، اشرف غني احمدزي او صبغت الله مجددي هم غونډه پرې ښوده. په پای کې د مسعود بنسټ مشر، احمدولي مسعود لنډه وینا وکړه او د خلکو له ګډوډۍ يې خپله نارضایتي څرګنده کړه.
داسې ښکاري، چې د عبدالله پلویان د ټاکنو له پایلو ناراضه دي او له هرې شېبې ګټه پورته کوی او د مقابل ټیم مشران سپکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

وای په داسی بلا واوړی چی پرتوګ په غاړه راوړی ،،ددپیړی بلعمه أالله ج–دی نورهم سپک کړه ،،په یاد ولره چی دا دنیوی سپکاوی ده ،تردی زیات دأخروی مهان حالت انتظار وباسه ،سپکه سپک سی ،،ومن یُهن الله فماله من مکرم الآیة

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x