نادري ناولده
قطر:له نکاح څخه نیم ساعت وروسته زوم خپلي ناوي ته طلاق ورکړ

او یواځي د مور او پلار د فشار په خاطر مي د واده جامي اغوستي وي او سالون ته راغلی وم، ناوي مریم دزوم رمضان مور او خور ته وویل زه په دغه واده باندي هیڅ راضي نه وم، یواځي د مور، پلار او د همزولو د ټينګارپه وجه مي د واده کالي اغوستي وه، اوزه به یوازي په نامه ستاسو د زوي ښځه یم، خو رښتني مینه چیري بل چا سره لرم.
زوم رمضان چي کله د ناوي مریم دغه څرګندوني واریدلي سمدستی یی د راغلو میلمنو په مخکي ناوي مریم ته طلاق ورکړ، له طلاق ورکولو څخه ورسته یو دم د واده په سالون کي خاموشي خوره شوه، او خلګو د سالون په پریښودلو لاس پوري کړ.
بخت الرحمن بخت